طالبانو په فاریاب کې د خلکو د سترګو په وړاندې دوه ښځې او یو سړی په دورو ووهل

طرز پرس

27 سنبله 1403

OIP (3).jpeg

د طالبانو قضايي قوه اعلان وکړ چې دوی دوه ښځې او یو سړی یې له کور څخه د تېښتې او جنسي اړیکې په تور په فاریاب ولایت کې د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.
طرز پرس - د طالبانو قضايي قوه د سې شنبې په ورځ، د وږي په ۲۷مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تورنې ښځې په ترتیب سره ۲۹ او ۳۹ دورې وهل شوي او تورن سړي ته د ۳۹ دورو ترڅنګ، د تنفیذي بند سزا هم ورکړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تورن کسان د دې ډلې د ابتدائیه محاکمو له لوري د فاریاب ولایت د شیرین تګاب او پشتونکوت ولسوالیو کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.