اته کسان انګلستان ته د رسېدو په ناکامه هڅه کې په اوبوکې ډوب شوي دي

طرز پرس

25 سنبله 1403

A-boat-with-immigrants-in-the-Mediterranean-Sea-on-their-way-to-Italy.-Source-currierimmigrationzone.it-760-x-445.jpg

د فرانسې حکومت اعلان کړی چې تېره شپه اته کسان انګلستان ته د رسېدو په ناکامه هڅه کې د مانش کانال کې ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د وژل شویو هویت تراوسه نه دی څرګند، خو په ډوب شوي کښتۍ کې افغان کډوال هم موجود وو.
طرز_پرس- د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې، ډوبه شوې کښتۍ ۵۹ سپرلۍ در لودې چې د افغانستان، ایران سوریې، سودان او له مصر هېوادونو څخه ول. د راپورونو پر بنسټ، دا کښتۍ تېره شپه د شمالي «بولون سورمر» په اوبو کې له ستونزې سره مخ او ډوبه شوې ده. یو ځایي فرانسوي چارواکي ویلي چې د ژغورل شویو کسانو له ډلې شپږ تنه، چې یو لس میاشتنی ماشوم هم په کې شامل دی، په یوه نږدې روغتون کې بستر شوي دي. د فرانسې ساحلي ګارد اعلان وکړ چې دا کښتۍ د امبلتئوس سین پر لور روانه وه او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.