طالبانو د دایکندي ولایت پر اوسېدونکو د داعش د تېرې ورځې برید «وحشیانه» بللې او ویلي یې دي چې د عاملینو د نیولو او د «عدالت منګولو» ته د سپارلو لپاره یې جدي هڅې کوي.
طرز پرس - د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ، د وږي ۲۳مه، په خپل اکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «طالبان د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.» نوموړي زیاته کړې: « طالبان د پیښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو.»
په دایکندي ولایت کې د داعش د مرګوني برید له امله ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. دغه برید پراخ غبرګونونه پارولي، خو طالبانو له څلور وېشت ساعتونو وروسته دا برید غندلی دی.
طالبان: په دایکندي کې د وحشیانه برید د عاملینو په لټه کې یو
طرز پرس
23 سنبله 1403