افغانستان

OIP (4).jpeg

واشنګټن له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو په اړه راپورونه بې بنسټه وبلل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د واشنګټن د مالي ملاتړ په اړه راپورونه رد کړل او دا تورونه یې په بشپړه توګه بې اساسه وبلل.
US-Deputy-Amb.jpg

افغانستان لپاره د دوحې څلورمه ناسته ترسره کیږي

د امریکا د متحده ایالتونو یوه جګپوړې ډیپلوماټ د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د طرز پرس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډکر په قطر کې له خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې وویل چې د دوحې د څلورمې ناستې پلان هم د ملګرو ملتونو په اجنډا کې دی.
Afghan_embassy_nov62021110522293920211105230100_202111.jpg

پښتونخواکې د بريد په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر احضار شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، خیبرپښتونخوا کې د برید په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر یې احضار کړی دی. د طرز پرس د خبر له مخې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکي چې د طالبانو له سفیر یې غوښتی چې د طالبان دې د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد لاس په کار شي چې روانه اوونۍ یې په پاکستان کې پر یوه پوځي مرکز برید وکړ.
richard-benet-850x531.jpg

ریچارد بنټ: د عاشورا دود او دستور باید رعایت شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ د محرم د میاشتې له ویرجنو سره پر خواخوږۍ سربېره ټینګارکړی چې د عاشورا دود او دستور باید رعایت شي.
627afc1e-924c-4034-bcad-2e4840204e5c.jpg

طالبانو دویم ځل لپاره آزاد خبریال محمد یار مجروح نیولی دی

د طرز پرس د خبر له مخې، د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی دا ډول ناقانونه نیول غندي او له اوسنیو حاکمانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او یاد خبریال دې له ځنډ او شرط پرته ازاد کړي
29c772d4-6cf5-4d84-b0d7-a617109606bf.jpg

متقي: لويدیځ دې خپل سفارتونه پرانيزي او هرڅه دې له نږدې وڅاري

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي وايي که چېرته لويديځ په واقعي مانا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر پناه‌ځایونه اندېښمن وي، نو دوی دې راشي خپل سفارتونه دې فعال کړي او هرڅه دې له نژدې وڅاري.
images-28.jpeg

ملاهبت الله: دولتي ودانۍ د استوګنځي په توګه مه کاروۍ

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده دستور ورکړی چې طالب چارواکي دې له دولتي تاسیساتو په ځانګړې توګه له دولتي ودانیو شخصي ګټه نه پورته کوي.
6df052cb-9bd6-4726-9a27-7db100ff5502.jpeg

۱۹کلنه بدخشانۍ جینۍ د کوکچې په سیند کې ډوبه شوه

د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې یوه ۱۹ کلنه بدخشانۍ نجلۍ د خپلې پنځه کلنې خورییې د ژغورلو په هڅه کې د کوکچې په سمندر کې ډوبه شوې او ساه یې ورکړې ده.
cac5bdf2-5804-456e-88f8-2219b4089241.jpeg

په فاریاب کې یو سړي خپل د زوم سر غوڅ کړی دی

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په فاریاب ولایت کې یو سړي په بې رحمانه ډول خپل د زوم سر غوڅ کړی او وژلی یې دی. د طرز پرس د خبر له مخې، دغه شل کلن هلک محمد نوميږي او خسر یې هغه مهال ورته سر غوڅ کړی چې دی خپل د کار ځای کې وېده وو.
9ef9c99c-dad2-4d74-909d-eb4634c56f76.jpeg

له رياض څخه د طالبانو د نارضایتۍ په اوج کې، د سعودي سفیر کابل ته راغلی

په داسې حال کې چې د طالبانو تر قیادت د کابل او ریاض اړیکې لاهم ترینګلي دي، خو سرچینې وايي چې د سعودي عربستان سفیر له یوو نیم کال وروسته بیا کابل ته راغلی دی.