افغانستان

R.jpeg

د کابل د نوي ښار په ماسټر پلان کې بدلون؛ د جوماتونو جوړول زیات شوي دي

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، د کابل د نوي ښار ماسټرپلان د جوماتونو د کموالي له امله بدل شوی او اوس د لا زیاتو جوماتونو پر جوړولو غور کيږي.
738b4a2e-654d-4441-a454-10d033bb0bf5.jpeg

له سوداګرو د طالبانو بلنه: راشۍ افغانستان کې پانګونه وکړۍ

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په قطر کې له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
530453_0.jpeg

د طالبانو له ګواښونو سره سره، بې پیلوټه الوتکې د افغانستان پر اسمان ګزمې کوي

د هلمند ولایت اوسیدونکي طرز پرس ته وايي، چې له پرون راهیسې بې پیلوټه الوتکې د هلمند په اسمان کې هدفي ګزمې کوي. د طرز پرس د خبر له مخې، لا تراوسه څرګنده نه ده چې دغه بې پيلوټه الوتکې د هلمند په اسمان کې د کوم هدف لپاره ګزمې کوي.
75064cf1-ac94-4e0c-9582-764611a1151c.jpg

۲۰ افغان په تېرو اوو میاشتوکې په ایران کې اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې په تېرو اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په ایران کې اعدام شوي چې ۲۰ یې افغانان دي.
75064cf1-ac94-4e0c-9582-764611a1151c.jpg

۲۰ افغان در هفت ماه اخیر در ایران اعدام شده اند

سازمان حقوق بشر ایران اعلام کرد که در هفت ماه اخیر حد اقل ۳۰۰ تن در ایران اعدام شده اند و از این جمله ۲۰ نفر افغان هستند. طرز پرس - سازمان حقوق بشر ایران روز شنبه"۳ اگست" در گزارشی نوشت که ۴۲ نفر بلوچ، ۲۰ کرد و ۱۵ تن زنان نیز شامل اعدام شده‌گان در هفت ماه اخیر می‌شوند. بر بنیاد اطلاعات این سازمان، همین اکنون صدها هزار افغان به اتهام مواد مخدر و سایر تخلفات در محابس ایران زندانی هستند، اما تاهنوز روشن نیست که از این جمله چند نفر از افغانها به اعدام محکوم شده اند.
photo_2024-03-24_12-52-15.jpg

کابل او اسلام آباد ترمنځ ناندری، زهرا بلوچ د ملګرو ملتونو راپور تایید کړ

پاکستان په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پټنځایونو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پخلی وکړ او  وویل چې دغه راپور د اسلام اباد اندېښنې تاییدوي.
GTwUYogbwAAIz0Y.jpeg

د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ایران له کورنیو چارو وزیر سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ پاڼه خبر ورکړی چې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې کړي دي.
GTpf39SagAAhDtL.jpeg

حامد کرزی: د هېواد روښانه راتلونکې لپاره د افغان نجونو پر مخ ښوونځي باید پرانستل شي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د هېواد روښانه راتلونکې لپاره اړتیا ده، چې د افغان نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.
151649572_5094869260587288_8055800428017090359_n_0.jpg

اغبر: د طالبانو پرېکړه په تاجکستان کې پر کونسلي خدماتو اغېز نه کوي

وروسته له هغه چې طالبانو په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د قونسلګرۍ خدمتونه باطل اعلان کړل، په تاجکستان کې د افغانستان سفیر هم غبرګون وښود او وویل چې دا پرېکړه په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت په کار اغېز نه کوي.
108228245_68362187_912069415811791_2597551260903145472_n.jpg

هالند کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره تعامل لري

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره د «تعامل» خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سفارت د «ګران هېواد» استازیتوب کوي.