افغانستان

security-council.jpg

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: داعش د افغانستان او نړۍ امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ ده

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په کابل کې د داعش برید غندلی او د دغو ترهګریزو بریدونو عاملانو او تنظیموونکو ته د ځواب ورکولو پر لزومیت ټینګار کړی دی.
71b806d6-cd59-4d4d-b99f-e000c4a9def2.jpeg

سراج الدین حقاني: څوک مو غلط استعمال نه کړي

د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی خلکو ته په خطاب کې ويلي چې له خپل منځي اختلافاتو ډډه وکړي او هڅه دې وکړي چې څوک یې غلط استعمال نه کړي.  طرز پرس- دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن پنجشنبه د وږي په ۱۵مه، د کابل ښار په یوولسمې امنيتي حوزه کې د عبدالمنان په نوم د یوه جوړ شوي جومات د پرانېستې غونډه کې وکړې.
OIP (3).jpeg

قرغیزستان د طالبانو نوم د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د قرغیزستان حکومت د دې ډلې نوم د « ترهګریزو ډلو» له نوملړ څخه لرې کړی او دا اقدام د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د «طالبانو» د تفاهم او تعامل اړتیا ښیي.
012.jpeg

یوناما افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي

یوناما، یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، وایي چې د هېواد په اړه به خپل وروستی درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره شریک کړي.
FB_IMG_1651548039637.jpg

افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې: د مشروعیت لاره د خلکو د حقونو مراعت کول دي

د افغان ښځو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو کورنۍ او نړیوال مشروعیت، د افغانستان د خلکو د حقونو مراعات کولو سره تړاو لري.
۲۰۲۱۰۵۳۱_۲۱۴۱۰۳-770x459.jpg

پر طالبانو نقد کوونکې فوزیه کوفي هم د داعش پرونۍ بريد غندلې ده

په کابل کې د داعش خونړۍ برید ګن غبرګونونه پارولي دي او د طالبانو د سیاستونو نقد کوونکې او د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د پارلمان غړې فوزيه کوفي هم دغه بريد غندلې ده.
GWj28aGW4AAVtdt.jpeg

طالبان: چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان امنیت اخلال کړي

په داسې حال کې چې داعش ډلې یوه ورځ مخکې په کابل کې د یوې خونړۍ ځانمرګي بريد په واسطه تر شلو ډېرو ته مرګ ژوبله واړوله، خو د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان نظم او امنیت اخلال کړي.
546354.jpg

چین او روسیه: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک نه ارزي

چین او روسیه ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان کورنۍ مسئله ده او دومره ارزښت نه لري چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پرې پرېکړه لیک صادر کړي.
361b6e8f-98d5-47c7-ba06-6bc294bb8894.jpeg

د کابل په ننني چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل په ننني چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.  طرز پرس- د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدران، دوشنبه د وږي ۱۲مه، پخپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه چاودنه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې ترسره شوې ده.
13e610a9-af89-4dbb-917f-9101098cc07c.jpeg

د طالبانو مشر ملا هیبت الله له لیلي دښتې لیدنه کړې

طالبانو خبر ورکړی چې د دوی مشر ملا هیبت الله شبرغان ته خپل د سفر په لومړي ورځ ليلي دښتې ته ورغلی او هلته یې خپلو وژل شویو جنګياليو ته دوعاګانې کړي دي.