د اسپانیې او فرانسې د فوټبال ټیمونو د جرمني په کوربه توب د ۲۰۲۴ یورو جام د سیالیو په نیمه پایلوبه کې له یوبل سره مخ شول او په نتیجه کې د اسپانیې ټیم د ۲-۱ سره بریالی شو او فاینل ته ووت.
د طرز پرس د خبر له مخې، د فرانسې لپاره یوازینی ګول راندل کولو مواني په ۹مه دقیقه کې د امباپې د کیلیان په پاس وواهه. د لوبې په ۲۱مه دقیقه کې لامین یامال د اسپانیې په ګټه لومړی ګول وواهه او د لوبې په ۲۵مه دقیقه کې داني اولمو د اسپانیې دویم ګول وکړ. د لوبې په پاتې دقیقو کې د نتیجې د بدلولو لپاره د فرانسې هڅې بې پایلې پاتې شوې او له دې سره اسپانیا د ۲۰۲۴ یورو اتلولي ته ورسېده. په دې لوبه کې ۱۶ کلن لامین یمال په خپل بې ساري تکتیک سره د میدان د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو. په پای لوبه کې اسپانیا له انګلستان یا هالنډ سره مخامخ کېږي. ټاکل شوې د انګلیسي او هالنډي لوبډلو ترمنځ لوبه نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱:۳۰ بجې ترسره شي او د دې لوبې ګټونکی به د اروپا د ملتونو جام فاینل ته لاره ومومي.
اسپانیې(۲) فرانسه (۱); امباپه او د هغه ملګري د یمال په وړاندې په ګونډو شول
طرز پرس
20 سرطان 1403