په اقتصادي کړکېج کې د طالبانو د سیاستونو او محدودیتونو اغېزې

حاميه نادري

طرز پرس

1 عقرب 1403

TalibanFighters.jpg

بې وزلي په افغانستان کې یو له لویو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو څخه دی چې د هېواد د میلیونونو خلکو پر ژوند منفي اغېزې لري. د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان په نړۍ کې په مطلق ډول له لوړ بي وزلۍ سره مخ ده. بې وزلي، هغو اساسي اړتیاوو لکه خوراک، اوبه، کور، زده‌کړه او روغتیايي اسانتیاو نشتوالي ته ویل کېږي او دا کولی شي ټولنیزې او اقتصادي نابرابرۍ رامنځته کړي. دا راپور په مشخص ډول د بې وزلۍ پر عواملو، د افغانستان پر اوسني اقتصادي حالت او د بې وزلۍ پر ټولنیزو پایلو کتنه کوي.

د بې وزلي ډولونه

فقر یا بې وزلي په دوه عمده برخو ویشل کېږي: مطلق بې وزلي او نسبي بې وزلي. مطلق بې وزلي د ژوند ژغورنې لپاره د اساسي امکاناتو نشتون ته ویل کېږي. په دې حالت کې خلک نشي کولی خپل لومړني اړتیاوې لکه خواړه او سرپناه پوره کړي. نسبي فقر یا بې وزلي، په ټولنه کې له عاید او د ژوند له معیارونو سره د نشتون په معنا دی. په افغانستان کې دواړه ډولونه پراخ دي او په ځانګړې توګه په کلیوالو او جګړه ځپلو سیمو کې ډېر څرګند دي.

په افغانستان کې د بې وزلي عوامل

بې وزلي په افغانستان کې د مختلفو عواملو له کبله رامنځته شوې، لکه د اقتصادي ودې نشتوالی، د کار د فرصتونو نشتون او د کمزوري زیربناوې له کبله؛ خو په دې منځ کې د طالبانو د سیاستونو اغېزه هم د دې بحران په زیاتېدو کې د پام‌وړ اغیزې درلودې.

۱- د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه: یو له اصلي عواملو څخه چې په طالبانو حکومت کې بې وزلي زیاته شوې، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه دي. طالبانو د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز لګولی، چې له امله یې ډېرې کورنۍ د یوه حیاتي عاید له سرچینې بې‌برخې شوي دي. دا محدودیتونه په ځانګړې توګه په هغو برخو کې لکه زده‌کړه او روغتیا کې ښځې له اقتصادي فرصتونو څخه بې‌برخې کړې دي. دا حالت د دې لامل شوی چې ډېرې کورنۍ له شدید فقر سره مخ شي او خپلې اساسي اړتیاوې پوره نشي کړي.

۲- د اقتصادي پروګرامونو نشتون: تر اوسه طالبانو د بې وزلۍ د کمولو لپاره کومه منظمه اقتصادي برنامه نه ده وړاندې کړې. د اقتصادي ستراتیژیو او پرمختیايي پلانونو نه شتون، په فساد سربېره، د افغانستان د اقتصاد د سقوط لامل شوی دی. د کار او زیربناوو د رامنځته کولو لپاره د اغېزمنو اقتصادي پروګرامونو نشتون د دې لامل شوی چې د هېواد اقتصاد په رکود کې شي او ځوانانو لپاره د کار فرصتونه کم شي.

۳- نړیوال بندیزونه او اقتصادي انزوا: د طالبانو افراطي سیاستونو په نړیوالو اړیکو کې افغانستان له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ کړی دی. دا بندیزونه د پانګې او بهرنۍ مرستې د راتګ جریان بند کړی او د فقر زیاتېدو لامل شوي دي. پرته له دې چې بهرني مالي سرچینو او پانګو ته لاسرسی وي، د افغانستان اقتصاد د زوال په لور روان دی او فقر په پراخه توګه خپرېږي.

۴- د اقلیم بدلون او وچکالي: د اقلیم بدلون او پرله‌پسې وچکالۍ په افغانستان کې پر کرنیز اقتصاد سخت اغېز کړی دی. ډېر کروندګر د باران د کمښت او د خپلو حاصلاتو د له لاسه ورکولو له امله خپل عاید له لاسه ورکړی او دا د کلیوالو سیمو د فقر زیاتېدو لامل شوی دی.

۵- جګړه او ناامني: په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه او شخړې، سربېره پر دې چې زیربناوې او اقتصاد یې ویجاړ کړي، د پانګې او متخصصو کدرونو د تېښتې لامل شوي دي. دوامداره ناامني د اقتصادي فرصتونو او پانګونې کچه کمه کړې او فقر یې زیات کړی دی.

۶- د اقتصادي زیربناوو نشتون: د سړکونو، برېښنا، د څښاک اوبو او نورو اساسي زیربناوو نشتون هم په افغانستان کې د فقر یو له اصلي عواملو څخه دی. د دې زیربناوو د نشتون له امله په کور دننه او بهر پانګونې جذبولو کې پاتې راتلل د کار فرصتونه محدود کړي او فقر یې په ټول هېواد کې خپور کړی دی.

سربېره پر دې، د مناسب کار د فرصتونو نشتون هم په پراخه توګه د فقر په زیاتولو کې اغېزه لري. په افغانستان کې ځوانان او زده‌کړه‌کوونکي خلک د مناسب معاش لرونکو دندو د نشتون له امله غیر رسمي او کم‌عاید لرونکو کارونو ته مخه کوي. دا وضعیت د ناامېدۍ او په ټولنه کې د بې‌ارزښته احساس د رامنځته کولو لامل کېږي او د هېواد اقتصادي پرمختګ او پراختیا مخه نیسي.

لوږه او خوارځواکي هم په افغانستان کې د فقر یوه بله مهمه پایله ده. شدید فقر د دې لامل کېږي چې خلک کافي او سالمو خوړو ته لاسرسی ونه لري او دا ستونزه په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په منځ کې ډېره جدي ده. دایمي لوږه نه یوازې پر جسمي روغتیا اغېز کوي، بلکې د ماشومانو په وده او پرمختګ هم منفي اغېز لري او د فقر دوامداره کړۍ جوړوي.

په ډېرو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته محدود لاسرسی یو بل عامل دی چې په فقر کې اغېز لري. د مناسبې اوبۀ‌رسونې د زیربناوو نشتون د عامې روغتیا په شدت اغېز کوي او دا ستونزه په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د مختلفو ناروغیو د خپرېدو او د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو لامل کېږي او په ورځني ژوند کې منفي اغېز لري.

دغه راز، د صحي خدماتو نشتوالی، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره، یو له هغو عواملو څخه دی چې فقر او مرګ‌ژوبله زیاتوي. د ډاکټرانو محدودې خدماتو ته لاسرسی د ډېرو خلکو ژوند سخت کړی او دا وضعیت د ټولنې وړتیا په اقتصادي او ټولنیزو ننګونو کې کمزوری کړی دی.

بې‌سوادي په افغانستان کې یو له مهمو ستونزو څخه ده چې په ځانګړې توګه د ښځو په منځ کې ډېره رایجه ده. د بې‌سوادۍ لوړ کچه د کار او اقتصادي فرصتونو کموالی لامل ګرځي او د دې سبب کېږي چې ډېر خلک خپلې وړتیاوې په سمه توګه ونه کاروي.

په افغانستان کې د نابرابرۍ او ټولنیز عدالت نشتوالی هم یو له هغو عواملو څخه دی چې فقر رامنځته کوي. د سرچینو او فرصتونو په وېش کې نابرابرۍ، د ټولنیزو ژورو واټنونو لامل کېږي او دا مسئله د خلکو د ژوند شرایطو په ښه کېدو کې منفي اغېز لري.

د نشه‌یي توکو استعمال چې یو ټولنیز مشکل ګڼل کېږي، د فقر او بیکارۍ په زیاتېدو سره د ټولنې کمزوري او د خلکو د ژوند کیفیت کموي. د نشه‌یي توکو د کارونې د فرهنګ زیاتېدل د کورنیو مالي سرچینې ګواښوي او دا ستونزه د ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو رامنځته کېدو لامل کېږي.

د متخصصو ځوانانو تېښته هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده. تحصیل‌کرده او تکړه ځوانان نورو هېوادونو ته مهاجر کېږي او دا مسئله د هېواد اقتصادي او ټولنیزې وړتیاوې کموي. د متخصصو انساني سرچینو نشتون، هېواد په اقتصادي او ټولنیزه پرمختګ کې ناتوانه کوي.

په پای کې، د ټولنیزې یووالي او ملي وحدت نشتوالی هم د ټولنې کمزوري او د فقر زیاتېدو ته لاره هواروي. د مختلفو ټولنیزو قشرونو ترمنځ د همکارۍ او همدردۍ نشتوالی، د دوامدار پرمختګ او د سالمې او اغېزمنې ټولنې د رامنځته کولو خنډ کېږي. د ټولنیز یووالي او وحدت رامنځته کول کولی شي په افغانستان کې د فقر کمولو او د خلکو د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت

د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ کال کې لا هم له ژورو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د سیاسي بدلونونو، د طالبانو واکمنۍ او د نړیوالو مرستو بندېدو له امله، د دې هېواد اقتصاد په رکود او سخت اقتصادي کمښت کې واقع شوی دی. لاندې به په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اقتصاد مهم شاخصونه او حالت بیان کړو.

۱- ناخالص داخلي تولید (GDP)

د نړیوالو سرچینو لکه نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق د وروستیو معلوماتو پر اساس، د افغانستان ناخالص داخلي تولید په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۰ تر ۲۲ میلیارده ډالرو اټکل شوی دی. دا ښيي چې د افغانستان اقتصاد د پام وړ ښه والی نه دی تجربه کړی. په وروستیو کلونو کې د بهرنیو پانګونو کمښت، په نړیوال تجارت کې محدودیتونه او اقتصادي بندیزونه د دې لامل شوي چې اقتصادي وده ټیټه پاتې شي.

بیلابیل عوامل لکه د خصوصي سکتور د فعالیتونو کمښت، د بهرنیو پانګونو وتل او د بندیزونو له امله د بانکي محدودیتونو لګول د افغانستان د GDP په کمښت اغیز کړی دی. داخلي تقاضا هم د پراخې بې وزلۍ او لوړ انفلاسیون له امله کمښت موندلی چې په پایله کې یې اقتصاد په رکود کې پاتې شوی دی.

۲- ملي عواید

په ۲۰۲۴ کال کې، د افغانستان ملي سرانه عاید په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۱۳ کال کې شاوخوا ۶۵۰ ډالره وه، خو په ۲۰۲۰ کال کې ۵۱۶ ډالرو ته راښکته شوه. په ۲۰۲۴ کال کې تمه کیږي چې ملي سرانه عاید له ۵۰۰ ډالرو څخه کم شي. دا ستر کمښت د پراخې بې وزلۍ نښه ده او د افغانستان خلکو لپاره جدي ټولنیز او اقتصادي پایلې لرلای شي.

د افغانستان لویه برخه خلک د بې کارۍ، د کورنیو عایداتو کمښت او د ژوند د لګښتونو لوړوالي له امله په مطلقه بې وزلۍ کې ژوند کوي. سربېره پر دې، د ټولنیزو خدماتو، روغتیا او ښوونې ته د لاسرسي کمښت هم د خلکو د ژوند کیفیت اغیزمن کړی دی.

۳- اقتصادي انفلاسیون

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اقتصاد یو له سترو ستونزو څخه د انفلاسیون لوړه کچه او د قیمتونو ناپایداري ده. په دې هېواد کې انفلاسیون د بیلابیلو عواملو له کبله لکه د ملي اسعارو د ارزښت کمښت، د خوړو او سونګ موادو د بیو لوړوالی او بهرنیو اسعارو ته د لاسرسي کمښت په شدت سره زیات شوی دی. اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې د انفلاسیون کچه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې وي.

د اساسي توکو لکه خواړو او سونګ موادو لوړوالی په مستقیم ډول د خلکو ورځني ژوند اغیزمن کړی دی. د افغاني پیسو ارزښت کمښت او د اسعارو بیې بدلونونه، په ځانګړې توګه په خوراکي موادو او انرژي باندې د زیاتې اتکا له امله، د دې لامل شوي چې انفلاسیون په بیلابیلو اقتصادي برخو کې په چټکۍ سره زیات شي او د خلکو د پیرود ځواک په ستر ډول کم شي.

۴- وچکالي او د خوړو بحران

د خوړو بحران او وچکالي په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د اقتصاد بله لویه ستونزه ده. کرنه چې د دې هېواد د ناخالص داخلي تولید شاوخوا ۲۵ سلنه برخه تشکیلوي، د اقلیمي بدلونونو او د ورښتونو د کمښت له امله په جدي توګه اغیزمنه شوې ده. په وروستیو کلونو کې پرله پسې وچکالیو د کرنیزو محصولاتو تولید کم کړی او د خوړو بیې یې لوړې کړې دي.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له د خوړو د نشتوالي له خطر سره مخ دي. دا د خوړو بحران نه یوازې د خلکو روغتیا او امنیت ګواښي، بلکې په کلیوالو ټولنو کې د فقر زیاتوالی او د بزګرانو د عایداتو کمښت هم رامنځته کوي. په پایله کې، د خوړو امنیت په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان یو له مهمو لومړیتوبونو څخه ګرځېدلی دی.

۵- بېکاري او د کار فرصتونو کمښت

په افغانستان کې د بېکارۍ کچه په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونونو وروسته په چټکۍ سره لوړه شوې ده. د طالبانو له واکمنۍ او د اقتصادي فعالیتونو له کمېدو وروسته، ډیری خصوصي او نړیوال شرکتونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي. دا ستونزه د بهرنیو پانګونو له سخت کمښت او اقتصادي بندیزونو سره یوځای د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شي.

په ۲۰۲۴ کال کې د ځوانانو او ښځو بېکاري، په ځانګړې توګه په ښاري سیمو کې، له ۴۰ سلنې څخه اوښتې ده. دا ستونزه د دې لامل شوې چې ډیری افغان ځوانان د کار موندلو د نه لاسرسي له امله د مهاجرت په فکر کې شي یا په غیررسمي کارونو کې ښکیل شي. د بېکارۍ زیاتوالی او د کار فرصتونو کمښت په ټولنیز او اقتصادي وضعیت کې جدي منفي اغیزې کړې دي.

۶- نړیوالې مرستې او د بندیزونو اغیز

افغانستان مخکې له دې وروستیو سیاسي بدلونونو څخه په شدیده توګه په نړیوالو مرستو پورې تړلی و. دا مرستې د دولتي بودجې او پراختیايي پروګرامونو عمده برخه تامینوله. خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته او د نړیوالو بندیزونو له امله، دا مرستې په جدي توګه کمې شوې دي او د هېواد اقتصادي حالت یې تر سخت فشار لاندې راوستی دی.

په ۲۰۲۴ کال کې نړیوالې مرستې د بشري حقونو په اړه د نړیوالو اندېښنو، د طالبانو د حکومتدارۍ څرنګوالي او د افغانستان د سیاسي وضعیت له امله کمې شوې دي. دا ستونزه د افغانستان په زیربنایي، پراختیايي پروژو او بشري خدماتو منفي اغیز کړی او د وچکالۍ او د خوړو بحران په څیر د مختلفو بحرانونو سره د مقابلې په برخه کې د بهرنیو سرچینو په کموالي سره مخ کړی دی.

د فقر اغیزې

فقر په افغانستان کې نه یوازې د افرادو په ورځني ژوند منفي اغیزه کوي، بلکې د ټولنې، اقتصاد او د هېواد پر راتلونکي هم پراخې پایلې لري. لاندې به د فقر مهمې اغیزې په افغانستان کې یادې کړو:

۱. اقتصادي اغیزې:

د تولید او تولیدي قوې کمښت: فقر د زده کړې او اړینو مهارتونو د لاسرسي کمښت لامل کېږي چې په پایله کې د تولیدي قوې او اقتصاد په کمښت کې څرګند اغیز لري.
د بېکارۍ زیاتوالی: د مناسب دندې فرصتونو نشتوالی، د بېکارۍ زیاتوالی رامنځته کوي چې دا پخپله د فقر اصلي لامل دی. پانګونې کمزورتیا: د اقتصادي امنیت او ثبات نشتوالی پانګوال په افغانستان کې د بازارونو له پانګونې څخه منع کوي، چې د اقتصادي ودې مخه نیسي. د اقتصادي بحرانونو رامنځته کېدل: فقر د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو د رامنځته کېدو لامل کېدلای شي چې دا د دولت او ټولنې لپاره ستر لګښتونه رامنځته کوي.

۲. ټولنیزې اغیزې:

د نابرابرۍ زیاتوالی: فقر د ټولنیزو او اقتصادي نابرابرۍ د زیاتېدو لامل کېږي چې په پایله کې د ټولنیزې همغږۍ کمښت رامنځته کوي. جرم او جنایت: فقر او اقتصادي فرصتونو ته نه لاسرسی، د جرمونو او غیر ټولنیزو کړنو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. په عامه روغتیا کې نیمګړتیا: فقر د روغتیایي خدماتو د نه لاسرسي لامل کېږي چې دا مسئله د ناروغیو خپرېدو او په ټولنه کې د ژوند کیفیت کمېدو سبب کېږي. د ژوند امید کمښت: په هغو سیمو کې چې خلک فقیر دي، د روغتیایي خدماتو او مناسبې تغذیې محدود لاسرسی د ژوند د امید کمښت لامل ګرځي.

۳. د زده کړې اغیزې:

د بېسوادی لوړ کچه: بې وزلي یو له هغو عمده عواملو څخه دی چې د بېسوادی لامل کېږي. د زده کړې ته د لاسرسي نشتوالی د کاري فرصتونو کمښت رامنځته کوي او په ټوله کې په ټولنه کې ورسره بې وزلي زیاتیږي.

د افغانستان د بې وزلۍ کمولو لپاره عملي حل لارې

په افغانستان کې د فقر کمول یوه جامع پلان او د مؤثرو حل لارو پلي کېدو ته اړتیا لري چې په مختلفو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي کچو کې وي. په دې برخه کې به د هغو حل لارو جاج واخلو چې کولی شي د افغانستان د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت ښه کړي. دغه حل لارې د داخلي اقداماتو او نړیوالو همکاریو په شمول دي.

۱. د جامع اقتصادي پروګرامونو جوړول

د کارموندنې رامنځته کول او د بېکارۍ کمول: په افغانستان کې د فقر یوه تر ټولو مهمه لامل پراخه بېکاري ده. د ټولنې د مختلفو طبقو لپاره د دوامداره او مناسبو دندو د رامنځته کولو پروګرامونه، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو لپاره، د فقر په کمولو کې ستره ونډه لرلی شي. په کلیوالو او ښاري سیمو کې د کوچنیو او منځنیو صنعتونو رامنځته کول او د حکومت له لوري د ملاتړ او بانکي اسانتیاوو له لارې تشویق کول، د خلکو د ژوند شرایط ښه کولی شي.

د خصوصي سکتور ملاتړ: د خصوصي سکتور وده او پیاوړي کول ځانګړې اهمیت لري. د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې د شرایطو اسانه کول، د بوروکراسي کمول، او سوداګرو ته د مالیاتي امتیازاتو وړاندې کول کولی شي د افغانستان اقتصادي فضا ښه کړي او نوې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

۲. زده کړو ته لاسرسی ښه کول

عمومي زده کړې: د ټولنې د ټولو طبقو لپاره، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د ښځو او ماشومانو لپاره، زده کړو ته د لاسرسي زیاتوالی د فقر کمولو یوه مهمه کلیدي لاره ده. د عمومي زده کړو ترویج، په ځانګړې توګه په ابتدايي او منځنیو کچو کې، کولی شي د خلکو مهارتونه او وړتیاوې لوړ کړي او د دوی لپاره ښه کاري فرصتونه برابر کړي.

د کاري مهارتونو زده کړه: د فقر کمولو یوه بله مؤثره لاره د افرادو د کاري مهارتونو پیاوړي کول دي. د تخنیکي او مسلکي کورسونو جوړول، په ځانګړې توګه د ځوانانو او ښځو لپاره، کولی شي هغوی د کار بازار او په مختلفو صنعتونو کې د کار کولو لپاره چمتو کړي.

۳. په زیربناوو کې پانګونه

صحي زیربناوې: د عامې روغتیا او درملنې زیربناوو ښه کول په محرومو سیمو کې د روغتیايي خدماتو لاسرسي لپاره خورا مهم دي. د روغتیايي خدماتو د لاسرسي په زیاتولو سره، د ناروغیو د خپرېدو مخه نیول کېدی شي او د درملنې لګښتونه کمېدی شي، چې دا خپله د کورنیو اقتصادي فشار کمولی شي.

اقتصادي زیربناوې: په اساسي زیربناوو لکه سړکونو، د اوبو او برېښنا شبکو، او د عامه ترانسپورت سیسټم کې پانګونه نه یوازې د خلکو ورځني ژوند ښه کوي، بلکې د اقتصادي ودې او د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره هم شرایط برابرولی شي. د مناسب زیربناوو پراختیا کولی شي د سوداګرۍ، ګرځندوی، او د کورني تولید د زیاتېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

۴. ښځو او زیان منونکو اقشارو ته پاملرنه

د ښځو د حقونو ملاتړ: د افغانستان ښځې د زیان منونکو اقشارو څخه دي چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د ښځو پر وړاندې د ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو له منځه وړل، کولی شي هغوی د کار بازار ته د فعال کار ځواک په توګه داخل کړي. ښځو ته د زده کړو، دوامداره کارونو، او برابر حقونو لاسرسی ښه کول کولی شي د کورنیو په فقر کمولو کې مهم رول ولري. همدارنګه، د ملاتړ او قانوني پروګرامونو له لارې د ښځو حقونه پیاوړي کول، کولی شي د هغوی ټولنیز وضعیت ښه کړي.

د کورنیو لپاره حمایتي پروګرامونه: د ټیټ عاید لرونکو کورنیو او ماشومانو لپاره، په ځانګړې توګه په کلیوالو او جنګ ځپلو سیمو کې، د حمایتي پروګرامونو رامنځته کول ځانګړې اهمیت لري. د مالي مرستو پروګرامونه، د خوړو وېش، او ماشومانو ته د روغتیايي او زده کړیزو خدماتو وړاندې کول، کولی شي د کورنیو فقر کم کړي او د هغوی راتلونکي ته وده ورکړي.

۵. نړیوالې همکارۍ

بشردوستانه او پرمختیايي مرستې: د بشردوستانه مرستو غوښتنه او د نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو او د مرستندویه ادارو سره همکاري کولی شي د فقر په کمولو او د افغانستان د خلکو د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته وکړي. دغه همکارۍ کولی شي په مختلفو برخو کې لکه روغتیا، زده کړې، او د زیربناوو پراختیا اغېزمنې وي.

پرمختیايي پروژو پلي کول: سربېره پر دې چې سمدستي بشر خووښونکي مرستې ضروري دي، د نړیوالو ادارو سره په همکارۍ د اوږدمهاله پرمختیايي پروژو پلي کول، کولی شي په افغانستان کې د دوامداره اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي. دا پروژې کولی شي د کوچنیو صنعتونو رامنځته کول، د کرنې پراختیا، او په مختلفو اقتصادي سکتورونو کې د ټیکنالوژۍ لوړتیا په ګډون شاملې وي.

۶. د پوهاوي او کلتور جوړونې هڅې

ورکشاپونه او زده کړیز کورسونه جوړول: د بې وزلي او د هغه د مخنیوي لارو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره د ورکشاپونو او زده کړیزو کورسونو جوړول کولی شي د فقر په کمولو کې مهم رول ولري. د وګړو د حقونو، د ښځو د حقونو، او د کاري فرصتونو د ترلاسه کولو په اړه پوهاوي رامنځته کول، کولی شي زیان منونکي طبقات اقتصادي خپلواکۍ ته نږدې کړي.

د ټولنیزې مرستې د کلتور ترویج: د ټولنې د زیان منو شویو وګړو د ملاتړ کلتور ترویج، په ځانګړې توګه په بې وزلو او کلیوالو سیمو کې، کولی شي د خلکو تر منځ د همدردي او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي. دغه کلتور جوړونه کولی شي د ټولنیزو او خیریه پروګرامونو د رامنځته کېدو لپاره شرایط برابر کړي چې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو او اړمنو کسانو ملاتړ وکړي.

پایله

په افغانستان کې د بې وزليو کمول یو پېچلی او څو اړخیز هدف دی چې د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې تر منځ همکارۍ ته اړتیا لري. د جامع اقتصادي پروګرامونو پلي کولو، د زیربناوو ښه کولو، زده کړو ته د لاسرسي زیاتولو او د زیان منونکو طبقو ملاتړ له لارې، د بې وزلي کمولو او د افغانستان د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کولو لپاره اخیستل شوي ګامونه یوې مثبتې پایلې ته رسېدلی شي.