د واخان دهلیز؛ افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پټه کلۍ

حاميه نادري

طرز پرس

1 عقرب 1403

yaks-line-up-banner.jpg

افغانستان او چین د واخان په سیمه کې ګډه پوله لري، خو لا تر اوسه هېڅ فعال سوداګریز سرحد نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او چین اقتصادي اړتیاوې، په ځانګړي توګه د کانونو او کرنیزو محصولاتو په برخه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي دي.

لا تر اوسه هم، د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري د اوږدو او ګرانو لارو لکه د کراچۍ، چابهار او د مرکزي اسیا له لارو ترسره شوې، چې هم زیات وخت نیسي او هم ډېر لګښتونه پرې راځي.

د واخان د سرحد ستونزې

یو شمېر ستونزې د واخان د ترانزیتي لارې د فعالېدو مخه نیسي. له دې جملې څخه یوه ستونزه د ځینو سیمې هیوادونو هغه لېوالتیا ده چې غواړي د ترانزیت انحصار په خپل لاس کې وساتي. په ځانګړي توګه، پاکستان اندېښنې لري چې که د واخان پوله فعاله شي، نو د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې د دوی د سوداګرۍ حجم به کم شي. سربېره پر دې، د سیمې سیالۍ او د ځینو هیوادونو، لکه چین او هند ترمنځ سیاسي اختلافات هم د دې پروژې په ځنډ کې مهم رول لوبولی دی.

بله لویه ستونزه د چین امنیتي اندېښنې دي چې د واخان په سرحدي سیمو کې د بېلتون غوښتونکو ډلو د فعالیتونو په اړه لري. چین تل اندېښنه لرله چې په دې سیمه کې بېلتون غوښتونکي ځواکونه شتون لري، او دا چاره د مستقیم ترانزیتي او ګمرکي لارې د جوړېدو مخه نیولې ده.

مخکې پرتې فرصتونه

د افغانستان جغرافیایي موقعیت او د چین اقتصادي اړتیاوو ته په کتو، د واخان دهلیز پرانیستل کولای شي د دواړو هیوادونو او همدارنګه د سیمې نورو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. په افغانستان کې د چین د سوداګریزو همکاریو زیاتوالی، په ځانګړي توګه په وروستیو وختونو کې، د دې ښودنه کوي چې پیکېنګ په افغانستان کې اقتصادي حضور ته ډېره لېوالتیا لري.

د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې ښيي چې د واخان سرحد پرانیستو ته اوس ډېر زیات چانسونه شتون لري. دا چاره، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي تر څنګ، کولی شي د ایران او مرکزي اسیا په ګډون له نورو سیمه ییزو هیوادونو سره اقتصادي اړیکې هم پیاوړې کړي.

د افغانستان او چین ترمنځ د واخان سرحد پرانیستل، په ځانګړي توګه د اقتصادي او سیمه ییزو اړتیاوو ته په کتو، کولای شي د ترانزیتي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي په لور مهم ګام وي. د امنیتي او سیاسي خنډونو له لیرې کېدو سره، دا دهلیز کولای شي له یوې بندې لارې څخه په یوه مهم فرصت بدل شي چې پراخ سیمه‌ییز او نړیوالې ګټې به له ځانه سره ولري.