د ښځو د حقونو ملاتړي: د البانیا غونډه به هېڅ موثریت ونلري

طرز پرس

22 سنبله 1403

f8ffd91f-8733-4432-b8d5-14ed5551de30.jpeg

د افغانو ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړي وايي چې په البانیا کې د ښځو په اړه جوړه شوې غونډه د افغانو ښځو اوسني ستونزې نه شي حل کولی او دا غونډې به هېڅ موثریت ونه لري. 
طرز پرس: د البانیا په دې درې ورځني غونډه کې، چې موخه یې د ښځو د ستونزو د حل لپاره د لارې نقشه جوړول دي، شاوخوا ۱۴۰ افغان ښځو او نجونو ګډون کړی دی. د افغان ښځو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې، رینا امیري هم په دې غونډه کې برخه اخیستې ده. هغې له سفر وړاندې په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي و چې له نړیوالو غواړي، له طالبانو سره خپلې اړیکې تر هغه عادي نه کړي، ترڅو چې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند ته د پای ټکی نه وي ایښی.
په دې غونډه کې ګډون کوونکې افغان ښځې هم هیله لري چې ګوندې پر طالبانو نورهم فشارونه ډېر شي او له همدې کبله د دوی اکثره شعارونه د طالبانو په غندنه متمرکز دي. خو د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړي بیا په دې باور دي چې د بهرنیو تمویلونکو لخوا د داسې غونډو جوړول د افغانستان د ښځو اوسني ستونزې د حل لپاره یوه کارنده نسخه نه ده.
د ښځو د حقونو یوه فعاله ثریا پیکان، له طرز پرس سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د ښځو د بسیجولو هڅې باید د افغانستان له دننه پیل شي. هغې زیاته کړه: «په البانیا کې د اشرف غني د حکومت پخواني وزیران، وکیلان او معترضین ګډون لري او په دې غونډه کې بېلابېل نظریات وړاندې شوي دي، خو د دې غونډې پایله یوازې یوه اعلامیه ده چې د افغان ښځو په وضعیت به هېڅ اغیز ونه لري.»
بل پلو په همدې غونډه کې دا نیوکې هم شته چې ګواکې دا ښځې د افغانستان د ښځو د لویې برخې استازیتوب نشي کولی. که څه هم د دې غونډې دوه ورځې تېرې شوې، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو د دې غونډې لپاره د ښځو ټاکنه سلیقوي بللې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، فوزیه کوفي، په ضمني ډول دغو اندېښنو ته ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې په دې غونډه کې د افغانستان له بېلابېلو ډلو څخه ښځې راټولې شوې دي او غواړي د طالبانو له سختو قوانینو سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.