تازه خبرونه

th.jpg

جو بایډڼ: تاریخ به پرېکړه وکړي چې له افغانستان څخه وتل ښه کار وو

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه قضاوت تاریخ ته پرېښود او وویل، ډاډه دی چې تاریخ به په دې اړه یو عادلانه قضاوت وکړي.
1.jpg

پزشکیان له پوتین سره په لیدنه کې: د ایران او روسیې اړیکې «حساسې او حیاتي» دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مسکو په سفر کې او د کرملین ماڼۍ کې له ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران لپاره له روسیې سره اړیکې «حساسې او حیاتي» دي. هغه زیاته کړه: «موږ په دې لاره کې ټینګ ولاړ یو.»
aRy2z3v0NKye6EiXB1fqDeIhVYnF0ATHbZlbidkI.jpg

عباس ستانکزی: نړۍ دې اقلیمي بدلونونه سیاسي نه کړي او له موږ سره دې مرسته وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د چاپېریال ساتنې مسایل او اقلیمي بدلونونه له سیاست څخه لرې وساتي.
austria-migration-ten-commandments.jpg

پاکستان د افغان کډوالو په زوره شړل درولې؛ دایمي پرېکړه که لنډمهاله حل لاره؟

په اسلام‌آباد کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۱۵مې نېټې څخه نور د افغان کډوالو د په زوره شړلو لړۍ درولې ده. ظاهراً دا پرېکړه د طالبانو د سفارت، د پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر منځ له سختو خبرو اترو وروسته شوې ده.
WhatsApp Image 2025-01-13 at 15.33.39_696e45b6.jpg

طالبان: د ۶۵ زرو جریبو دولتي ځمکو له غصب مو مخنیوی وکړ

د طالبانو د عدلیې وزارت ادعا کړې چې د ۶۵ زرو جریبو دولتي ځمکو له غصب یې مخنیوی کړی دی. دې وزارت په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې د ځمکو له غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو په تېره یوه میاشت کې له ارزونې وروسته، تر ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
R.jpeg

حامد کرزی: د نجونو له تعلیم مخنیوی د افغانستان د ملي ګټو خلاف دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په اسلام آباد کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د رابطه العالم الإسلامی له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی او ویلي دي چې د نجونو تعلیم یو نه انکارېدونکی حق دی او له دې څخه مخنیوی "د ملي ګټو او د هېواد د لوړوو مصالحو خلاف" دی.
wr.jpg

د ال‌کلاسیکو پایلوبه: رئال‌مادرید او بارسلونا د سوپرکپ تاج لپاره په سعودي کې مخامخ کېږي

سعودي عربستان نن شپه د دوو تاریخي سیالانو «رئال‌مادرید-بارسلونا» ترمنځ د یوې په زړه پورې پایلوبې کوربه‌توب کوي. د رئال مادرید او بارسلونا لوبډلې نن شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ بجې د سوپرکپ هسپانیې پایلوبې لپاره سره مخامخ کېږي.
GhFJ9RzXQAAOFmw.jpeg

د ديني عالمانو د نړیوالې شورا سرمنشي: د نجونو تعلیم لپاره هیڅ ډول محدودیت نشته

اسلام‌آباد، پاکستان – په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر مخ د بندیزونو له امله د زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې، د اسلامي نړۍ د یووالي سازمان سرمنشي، محمد بن عبدالکریم عیسا، ټینګار وکړ چې په اسلام کې د نجونو د زده‌کړو لپاره هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري.
صث.jpg

طالبان پاکستان کې د نجونو د زده کړو په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه کوي

پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو په اسلام‌آباد کې د نجونو د زده کړو په اړه په ترسره کېدونکي کنفرانس کې د دوی بلنه رد کړې ده. د پاکستان د پوهنې وزیر، خالد مقبول صدیقي، تایید کړې چې په دغه کنفرانس کې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه؛ خو د طالبانو هېڅ غړي د ګډون لپاره چمتووالی نه دی ښودلی.