د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد، تازه ویلي چې د دوحې هوکړه لیک یوازې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره چوکاټ برابر کړ، خو د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام څرنګوالی یې نه دی مشخص کړی.
د خلیلزاد په وینا، دغه هوکړه لیک چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، دا څرګندوي چې نوی حکومت باید د طالبانو او نورو افغانو ډلو ترمنځ د خبرو له لارې جوړ شي. هغه د «شنبې په ورځ، د مرغومي په اتمه نېټه» په اکس کې لیکلي، چې اصلي ننګونه اوس د افغانانو، طالبانو او نورو خواوو لپاره دا ده چې څنګه د اوسنیو شرایطو پر بنسټ خپلې ژمنې پوره کړي.
د دوحې هوکړه لیک له مخې، طالبان ژمن شوي وو چې تر ۲۰۲۱ کاله پورې د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې پر دغو ځواکونو برید ونه کړي او د یو نوي حکومت د جوړېدو لپاره د افغان ډلو ترمنځ خبرو ته داخل شي. خو د افغانستان د پخواني حکومت سقوط او د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو واک ته رسېدل دغه بهیر په ټپه ودراوه.
خلیلزاد په دې وروستیو کې د فلوریډا پوهنتون د نړیوال امنیت انسټیټیوټ په یوه کنفرانس کې ویلي چې د دوحې هوکړه لیک لا هم د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د یوه رسمي سند په توګه اعتبار لري. هغه زیاته کړې، د دې هوکړه لیک عملي کول د امریکا د نوي حکومت لپاره له افغانستان سره د تعامل یوه ممکنه لاره کېدای شي. طالبانو هم ادعا کړې چې دوی د دې سند موادو ته ژمن دي، که څه هم نړیوالې ټولنې د دوی پر کړنو نیوکې کړې دي.