د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غنی، د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونه سخت وغندل او وویل چې دا عمل د استعماري او تفرقه اچوونکو تګلارو دوام دی. هغه زیاته کړه چې له پیل څخه د دیورنډ کرښه د ګډو فرهنګ او تاریخ لرونکو خلکو تر منځ د تفرقې اچولو لپاره جوړه شوې وه او اوس د دې خلکو د ځورولو او ځپلو لپاره په یوه پلمه بدله شوې ده.
غني د پاکستان د سیاست له دوه ګوني چلند انتقاد وکړ او دا یې له بنګله دیش سره د پاکستان د پخواني چلند په څېر وبلل. هغه خبرداری ورکړ چې داسې کړنې نه یوازې د کورني یووالي بلکې د سیمو د وېش او کمزوري کیدو لامل کیږي. هغه د ستونزو د حل لپاره په عقل، تدبیر او منطق باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې سیمه ایزې ستونزې د ځپلو او وژلو له لارې نه حل کیږي.
غني همدارنګه د افغانستان د استقلال د درناوي او د ټولو افغانانو، پښتنو او بلوچانو لپاره د سوله ییز ژوند او د دوامداره پرمختګونو فرصتونو ته اشاره وکړه. اشرف غني غوښتنه وکړه چې د ملي او سیمه ایزو خبرو اترو بهیر دې پیل شي او اجازه ورکړل شي چې خلک خپل راتلونکی په خپله وټاکي.
غني په پای کې خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي دوام به درنه عواقب ولري، خو د ژوند او سولې لار کولی شي شته ستونزې حلې کړي. هغه زیاته کړه: دوه ګونی سیاست، یعنې په افغانستان کې تاوتریخوالی شرعي او په پاکستان کې ترهګرۍ ده. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې دا نه له سیاسی فکر سره سمون لري او نه له عملي منطق سره.