د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت تر ادارې لاندې د صیدنایا زندان د بشري حقونو د نقض تر ټولو وحشتناکه بېلګه ده چې د بشار اسد د حکومت پر مهال یې وده کړې ده. دغه زندان د غیرانساني شرایطو، پراخو شکنجو او ډلهیزو اعدامونو له امله د «انساني سلاخخانې» په نوم پېژندل کېږي.
د صیدنایا زندان تاریخچه
دغه زندان په ۱۹۸۷ کال کې د حافظ اسد د حکومت پر مهال جوړ شو او لومړنی هدف یې د پوځي بنديانو ساتنه وه. خو له ۲۰۱۱ کال وروسته، کله چې د بشار اسد پر ضد خلکو اعتراضونه پیل کړل، د دې زندان دندې بدلې شوې. دا ځای د سیاسي مخالفینو او بېګناه خلکو لپاره د شکنجې، بندي کولو او اعدام مرکز وګرځېد.
شکنجه، اعدام او غیرانساني شرایط
صیدنایا ته نوي زندانیان د «ښه راغلاست مېلمستیا» په نوم د وحشیانه وهلو سره مخ کېدل. د شکنجې وسایل لکه د برېښنا کیبلونه، فلزي میله او پلاستیکي څټکونه د زندانیانو پر بدنونو کارول کېدل. ډېر زندانیان به د سختو ضربو له امله د خپلو لومړیو شېبو په جریان کې مړه کېدل.
نمایشي محکمې او د شپې اعدامونه
د صیدنایا یوه بله وحشتناکه برخه هغه ډلهیز اعدامونه وو چې له هر ډول عادلانه محاکمې پرته ترسره کېدل. دغه اعدامونه اکثره د یو خپل منځي سلامشورو وروسته د شپې لخوا ترسره کېدل.
صیدنایا زندان د بشریت پر بدن یو داسې زخم دی چې د سوریې خلک او نړیواله ټولنه یې هېڅکله نه شي هېرولی. نړیوال باید د دغو جنایتونو په وړاندې چوپ پاتې نه شي او عدالت باید هر څومره ژر، تامین شي.