افغانستان

Sslmh2fX3ZRhkjPBxYze9dTPan59k34BFnOtHTze.jpg

طالبان: ایران او پاکستان دې پر افغان کډوالو «ظلم» ته د پای ټکی کېږدي

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې پر افغان کډوالو «ظلم» نور پای ته ورسوي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
Parliament-PTI-1564112127.jpg

هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید په سختو ټکو غندلی

هندوستان د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید په سختو ټکو غندلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت له دوو اوونیو وروسته په یوه بیان کې ویلي، چې د ګاونډیانو تورنول یوازې د پاکستان د کورنیو کمزوریو د پټولو هڅه ده.
3cgxxz_anthony_blinken_x974.jpg

انتوني بلینکن: دښمنانو غوښتل چې لسیزې نور هم د افغانستان په جګړه کې ښکېل پاتې شو

له افغانستان څخه د غیر مسوولانه وتلو په تړاو د جوبایډن پر ادارې د نیوکو په لړکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن، یوځل بیا ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن ادارې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.
OIP (1).jpg

د طالبان او پاکستان ترمنځ اړیکې؛ له هوايي بریدونو تر لفظي شخړو پورې

د پاکستان هوايي بریدونه او د طالبانو غبرګون نن سبا د پاکستان او طالبانو د چارواکو ترمنځ په یوه ګرمه موضوع بدله شوې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د پاکستان د پخواني استازي، آصف دراني، د څرګندونو په ځواب کې ګواښ کړی: «هر څوک چې زموږ خاورې ته په بده سترګه کتلي
694940094001_5397656193001_5397650675001-vs.webp

مایک والتز: د داعش او القاعدې مهار لپاره باید افغانستان ته ستون شو

د دونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وايي، افغانستان به د امریکا د هغه نوې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وي چې موخه یې د داعش او القاعدې په څېر له تروریستي ډلو سره مبارزه ده. نوموړي له فاکس‌نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: «افغانستان لا هم د داسې تروریستي فعالیتونو لپاره یو بالقوه مرکز دی چې ممکن د امریکا لپاره جدي ګواښ وي.»
1111.jpg

طالبانو ته د ملګرو ملتونو چارواکی: ډېر په غلطه روان یاست

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک، له طالبانو غوښتنه کړې چې د افغانو ښځو پر وړاندې ټول تبعیضي فرمانونه لغوه کړي. هغه د طالبانو وروستۍ اخطار، چې په هغه کې د ښځو د ګمارنې په صورت کې د غیر دولتي سازمانونو د جوازونو د لغوه کېدو ګواښ شوی، «بشپړ تېروتنه» بللې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.
2b07852df26779fdbb9968c82c0f5c4be5582bd5-1080x1080.webp

سراج الدین حقاني: د پاکستان برید د افغانانو په ذهنونو ډېـره درنه تمامه شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان وروستي اقدامات وغندل او دا یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وبلل. نوموړي وویل، پاکستان پر افغانستان د برید پرېکړه داسې مهال کړې چې طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله‌پسې ډول هڅه کوي افغان خاوره د هیڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
6525601a8c2f86525601a8c2f916969482506525601a8c2f46525601a8c2f6.jpg

د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا؛ مسکو د «زغم او خبرو» غوښتنه وکړه

روسیې ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستيو نښتو اندېښنه لري او له دواړو خواوو غواړي چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: «په دې سیمه کې شخړې نه یوازې نظامیان، بلکې ملکي وګړي هم قرباني کوي.»
4348586.jpg

خلیلزاد: د دوحې هوکړه د افغانستان سیاسي نظام څرنګوالی نه دی مشخص کړی

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد، تازه ویلي چې د دوحې هوکړه لیک یوازې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره چوکاټ برابر کړ، خو د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام څرنګوالی یې نه دی مشخص کړی.
Gf3YI7qaAAAGu44 (1).jpg

د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتې؛ پاکستاني پوځيانو ته د درنه تلفاتو ادعا

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د خونړيو نښتو له کبله دواړه لوریو ته درنه تلفات اوښتي دي. یو شمېر سرچینې وايي چې په دې نښتو کې تر دې دمه د پاکستان ۳۸ پوځيان او د طالبانو پنځه غړي وژل شوي دي.