طرز پرس: سیمه ييزې سرچینې طرز پرس ته وايي چې نن ماښام او تېره شپه یې په هرات ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې لېدلي دي. له دې سره هم مهاله په نیمروز ولایت کې هم یو شمېر سرچینو تایید کړه چې د دې ولایت په اسمان کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه یې اورېدلي دي.