افغانستان

GdPFnYLbIAAgmql.jpg

د سرګي شویګو او طالبانو لیدنه: د روسیې او افغانستان ترمنځ د سیاسي تعاملاتو نوی ګام

د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي، سرګي شویګو، نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل. دا لیدنه د طالبانو له لوړپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره وشوه او پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو سربېره، د سیمې پر وضعیت متمرکزه وه.
GdENoruXkAAj8LW.jpg

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو رغولو لپاره د چین نوې هڅې

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي ناندرۍ په اوج کې، افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي؛ خو د ارګ په خبرپاڼه کې د دغو معلوماتو په اړه دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.
2276636_0_19_1000_582_1920x0_80_0_0_d54405d911025a4f88c8b495e774d5b7.png

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

ځایي سرچینې وايي چې تېره شپه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې یوولس کسان د نامعلومو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي. ځینې باخبرې سرچینې وایي چې دغه کسان د بې غږ وسلو پر مټ په نښه شوي
OIP (1).jpg

کرن ډیکر: د ښځو او نجونو له ګډون پرته افغانستان پرمختګ او ځان‌بسیاینې ته نشي رسیدلی

په دوحه کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت استازې کرن ډیکر، د نړیوالې زده‌کړې د اونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې د طالبانو محدودیتونه پر ښځو او نجونو د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي او هغوی د ټولنې په پرمختګ کې له ګډون کولو محروموي.
Gc0HgCXbcAMwU63.jpg

کرزي له ایران وغوښتل چې د افغانستان مسئلې ته ډېر پام وکړي

کابل - طرز پرس: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي سره د لیدنې پر مهال له هغه غوښتي چې ایران باید د افغانستان مسئلې ته ډېر پام وکړي او وړاندوینه یې کړې چې د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل لپاره باید یو سیمه‌ییز نوښت رامنځته شي.
0c93a77a2b17292260caceb9b7df72f0806bbf7d-1000x667.webp

ملاله یوسفزۍ: هېڅکله مې تصور نه کاوه چې د افغانو ښځو حقونه دومره په اسانۍ له لاسه ورکړو

طرز پرس: د ښځو د حقونو وتلې فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ، د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه په خپلو خواشینوونکو څرګندونو کې ویلي چې هېڅکله یې تصور نه کاوه چې د ښځو بنسټیز حقونه به دومره په اسانۍ له لاسه ورکړل شي.
Amr-bel-marof-AFP-1140x760.jpg

طالبانو په غزني کې د جادوګرۍ په تور څلور کسان نیولي دي

کابل - طرز پرس: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په غزني ولایت کې د "جادوګرۍ" په تور د څلورو کسانو له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نیونې د امر بالمعروف د محتسبانو لخوا ترسره شوې دي.
1403082614455498531455104.jpeg

طالبانو په کابل کې یو کاناډايي افسر نیولی؛ ډېويد لاوري څوک دی؟

کابل - طرز پرس: د کاناډا رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دې هېواد یو پخوانی تجربه لرونکی پوځي افسر د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو لخوا نیول شوی دی. د طرز پرس د راپور له مخې، کاناډايي رسنۍ «سي‌ټي‌وي نیوز» د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د کاناډا دغه پوځي افسر «ډېوېډ لاوري» نوميږي او د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې طالبانو لخوا نېول شوی دی.
IMG_5387.jpg

پاکستان: افغان طالبان دې نور زموږ زغم نه ازمايي

اسلام آباد- «طرز پرس»: په پاکستان کې د امنیتي کړکېچ له پراخېدو سره، اسلام آباد یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتي چې د دوی زغم دې نه ازمايي او له پاکستاني طالبانو څخه له ملاتړ دې نور لاس واخلي.
GcBqw0eXQAA29Vm.jpg

د استانبول د غونډې په څېر د سیاسي هڅو په لړ کې د عبدالله او کرزي لیدنه

کابل - «طرز پرس» د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ورستیو سیاسي هڅو په لړ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.