د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې له فلسطيني ډلې حماس څخه د ایران په پوځي ملاتړ، غزه د اسرائیل پر وړاندې د ګواښ په یو لوی مرکز بدل شوی دی.
طرز پرس - بنیامین نتانیاهو دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۱۴مه، په قدس کې یوې خبري غونډې ته وکړې او ټینګار یې وکړ چې: « د غزې په ځمکنیو او سمندري پولو باندې د اسراییل ولکه د وسلو د قاچاق مخنیوی کوي». د اسرائیل لومړي وزیر همدارنګه وویل، د پوځي تجهیزاتو د قاچاق او د ایران د پوځي ملاتړ څخه له مخنیوي پرته، د اسرائیل یرغمل شوي وګړي نه شي ازادېدلی. هغه په ۲۰۰۵ کال کې د فیلادلفي له ستراتیژیکې سیمې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتلو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې: «له هغه وروسته ایران د دوامداره پوځي ملاتړ له لارې، غزه یې د اسرائیل پر وړاندې د ګواښ په یو لوی مرکز بدل کړې ده». نتانیاهو په دوام کې ټینګار وکړ: «موږ به د فیلادلفي محور په کنټرول کې ولرو ترڅو د غزې ته د وسلو د قاچاق مخه ونیسو».
نتانیاهو: له حماس څخه د ایران په پوځي ملاتړ، غزه د اسرائیل پر وړاندې د ګواښ پر یو لوی مرکز بدل شوی
طرز پرس
15 سنبله 1403