د کوریا رسنۍ راپور ورکړی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، د دغه هېواد ۳۰ چارواکي د سېلابونو په مدیریت کې د پاتې راتلو له کبله اعدام کړي دي.
طرز پرس - د شمالي کوریا رسنیو د څو معتبرو دولتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اګست میاشتې په وروستیو کې لږ ترلږه د شمالي کوریا ۳۰ چارواکي اعدام شوي دي. د کوریا رسنۍ وایي، دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې په دې هېواد کې ویجاړونکو سېلابونو د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په غوسه کړ. د جاپان "نیکي" ورځپاڼې د معتبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې کیم جونګ اون ژمنه کړې وه چې هغو کسانو ته به سخته سزا ورکړي چې د سېلابونو په مدیریت او کنټرول کې یې غفلت کړی دی. د جنوبي کوریا یوه رسنۍ "چوزون" ویلي چې کیم جونګ اون پخپل لومړني غبرګون کې یو شمېر مسؤل چارواکي له دندو لیرې کړل او بیا یې وروسته اعدام کړل. د کوریا رسنۍ وایي چې د دې سېلابونو له امله تر ۴ زرو ډېرې ودانۍ لاندې شوي او د وروستیو معلوماتو له مخې ۴ زره کسان مړه شوي او لسګونه زره نور له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.
کیم جونګ اون، د شمالي کوریا ۳۰ چارواکي د سېلابونو په مدیریت کې د پاتې راتلو له کبله اعدام کړي دي
طرز پرس
15 سنبله 1403