ټرمپ: احساس کوم چې امریکا شاته پاتې او ماته شوې ده

طرز پرس

12 سنبله 1403

OIP (5).jpeg

د متحده ایالاتو په ۲۰۲۴ ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ، فاکس نیوز ته ویلي چې احساس کوي امریکا شاته پاتې، «ماته او ټوټه شوې» ده.
طرز پرس - فاکس نیوز دوشنبې په ورځ د ټرمپ له قوله لیکلي چې که په ټاکنو کې بریالی شي، د امریکا عظمت بېرته راګرځولی شي او ډموکراسۍ به په متحده ایالاتو کې زرغون پړاو ته ورسوي. ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې همداراز په پنسلوانیا ایالت کې پر خپل ځان د شوي ناکام بريد یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې «خدای» هغه له دې برید څخه ژغورلی دی، څو خپل هېواد اصلاح او وژغوري.
فاکس نیوز د ټرمپ له قوله لیکلي: «زموږ هېواد سخت ناروغ او مات شوی دی. زموږ امریکا ټوټه شوې ده، زه نه پوهېږم، خو ډېرو خلکو داسې ویلي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې دونالډ ټرامپ تل د افغانستان، اکراین او فلسطین د ننني وضعیت پړه د امریکا پر ولسمشر جوبایډن اچوي او نیوکه کوي چې ښاغلی جوبایډن د امریکا د پالیسیو په ښه تطبیق کې پاتې راغلی دی.