د طالبانو د امر بالمعروف قانون پرضد د ښځو د مخالفت نوې بڼه

سارا عزیزي

طرز پرس

7 سنبله 1403

d111484c-c468-43e1-a8c8-77a4b42e8f07.jpeg

ټولنيزې رسنۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغان ښځو د پراخو غبرګونونو شاهده ده. د ښځو فعالینو داسې یو کمپاین پیل کړی چې د ترنم او شعرونو په لوستلو غواړي طالبانو ته وښايي چې د دوی غږ عورت نه دی.
طرز پرس:
د ښځو د حقونو برخې یو شمېر فعالینو دغه کمپاین په ټولنیزو رسنیو کې پیل کړې او ورځ تر بلې یې ملاتړي زیاتېږي.
دا اعتراضي اقدام د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته په غبرګون کې پیل شوی چې د ښځو په وینا، غواړي د دوی غږونه په بېلابېلو دلایلو چپ کړي.
مېرمن روبینا چې په دغه کمپاین کې یې ونډه اخېستې، طرز پرس ته یې وویل چې د دوی غږ محرم نه دی او دوی د یو انسان په توګه حق لري چې ازاد او خپل ژوند ولري. نوموړې زیاته کړه، د طالبانو د امر بالمعروف قانون د دې ډلې هغه وروستی سیسټماټيک هڅه ده، چې غواړي خپل سخت دريځ پر افغانانو او په ځآنګړي ډول پر افغانو ښځو تحمیل کړي. د امر بالمعروف قانون چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی، د ښځو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سربېره، د ښځو غږ هم پکې عورت بلل شوی دی.
سربېره پر دې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ویلي چې لا هم دوی څېړنې کوي چې آیا د افغان نجونو تعلیم شرعاً جواز لري او که نه؟ د ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د افغان دیني عالمانو لخوا په جدي ډول ننګول شوی دی او یو شمېر دیني عالمانو رسنیو سره په خبرو کې ندامحمد نديم ته په خطاب کې ويلي چې د دغو څرګندونو په اړه دې وضاحت ورکړي.
ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د امر بالمعروف قانون سره په کلکه مخالفت کړی دی او د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې  د همدې قانون په غبرګون کې وویل چې طالبان «یوه افراطي» ډله ده او له دې ډلې سره اړیکه ممکنه نه ده، خو طالبانو د دې مخالفتونو په غبرګون کې بيا ویلي چې دا غبرګونونه به د دوی په اراده هیڅ اغیز ونه کړي.