واشنگټن پوسټ: چینایي هکرانو له امريکايي وګړو څخه د جاسوسۍ په هدف انټرنټي شرکتونو ته نفوذ کړی دی

طرز پرس

6 سنبله 1403

maxresdefault (1).jpg

واشنگټن پوسټ راپور ورکړی چې چینایي هکرانو له امریکايي وګړو څخه د جاسوسۍ په هدف د امریکا انټرنيټي شرکتونو ته نفوذ کړی او ویلي، چې دغه هکران د چین د حکومت په کچه ملاتړي لري او په تېر میاشت کې یې لږ تر لږه په دوه لویو امريکايي شرکتونو ماهرانه بريدونه ترسره کړي دي.
طرزپرس: واشنګټن پوسټ، د وږي په ۶مه، د امریکا د سایبري امنیت پخواني رئیس برَندن وِیلز له قوله لیکلي چې دا هکري عملیات د چین د حکومت له لوري د پخوانیو ورته عملیاتو په پرتله ډېر پراخ او غښتلي وو. د واشنګټن پوسټ په رپوټ، چینایي هکرانو په دې عملیاتو کې هڅه کړې چې د امریکا په هغو پروګرامونو کې نفوذ وکړي چې غوښتل یې یو شمېر ځواکونه او تجهیزات تایوان ته ولېږدوي. واشنګټن پوسټ لیکلي چې هکرانو د زیربناوو سیسټمونو ته نفوذ کړی او دا عملیات د بیجنګ او تایوان ترمنځ احتمالي شخړې ته په پام تنظیم شوي دي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، په واشنګټن کې د چین سفارت بیا په پراخه کچه په دې هکري عملیاتو کې د چین د حکومت لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا د دوی کار نه دی.