د طالبانو مشر رسماً د میننانو پر ورځ سربېره، څلور تازه بندیزونه لګولي

راشد صافی

طرز پرس

6 سنبله 1403

_94642188_82200143-791e-42fc-acac-02bfbb4b6f85.jpg

د طالبانو مشر ویلي، د فریفایت ازادې سیالۍ، د ځینو مراسمو پر مهال د پټیو پرېکول، د ځینو مناسبتي ورځو لمانځل لکه د میننانو ورځ او دولتي ادارو کې پر قالینو له بوټانوسره ګرځېدل منکرات دي او بندیز پرې لګېدلی دی.
طرز پرس د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو مکتوب ترلاسه کړی دی چې یاد وزارت د خپل مشر څخه غوښتي چې دغه چارې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي او باید مخه یې ونیول شي. د طالبانو مشر هم د یاد وزارت وړاندیزونه منلي او یوې باوري سرچېنې طرز پرس ته د یاد مکتوب سموالی هم منلی دی.
په دغه مکتوب کې راغلي: «د بوکس (ازادې مبارزې) په نوم چې کومه لوبه کیږي، په دې کې مقابل ته سخت نقصان رسولی شي، د هغه سترګو د ړندېدو خطر وي د هغه د دماغو د زخمي کېدو خطر وي، تر دې چې د مرګ خطر هم په کې وي، نو په اسلامي شریعت کې دغه شان لوبه ناجایز ده ځکه په دې کې خپل ځان په زوره هلاکت کې غورځول دي او دا منع دي.»
په یاد مکتوب کې د کار د پیل په وخت کې د پټۍ پرېکول « منکرات» بلل شوي او دلیل یې دا ښودل شوی چې دغه کار د «غیر مسلمو» له کارونو سره ورته والی یا شباهت لري.
دغه‌راز، په مکتوب کې راغلي: «د هغو ورځو نمانځل چې په اسلام کې یې ثواب نه وي راغلی او د غیر مسلمو ایجاد وي؛ لکه د معلم ورځې نمانځل، د مور د ورځې نمانځل، د مینانو ورځې نمانځل او داسې نورو ورځو نمانځل، منع دي؛ ځکه چې له غیر مسلمو سره تشبیه ده.»
په مکتوب کې دغه راز راغلي چې په دولتي ادارو کې په دهلېزونو او زینو کې پر قالینو له بوټانو سره ګرځېدل هم په یادو منکراتو کې راځي، ځکه چې په دې کې د مال ضیاع او له کفارو سره تشبیه ده. د یاد مکتوب په پای کې د طالبانو مشرتابه ته وړاندیز شوی څو د هېواد په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له ذکر شویو منکراتو څخه د مخنیوي په موخه لکه څرنګه چې لازم ګڼي لارښوونه وکړي.
طرز پرس په دې اړه د کابل ښار د اوسېدونکو نظریات پوښتلي او هغوی دا بندیزونه حیرانوونکي بللي او ويلي چې طالبانو لومړی باید د هېواد بیارغونې، اقتصادي چارې او د افغانستان د هوايي حریم د خوندي کولو لپاره فکر وکړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالله وایي، حیران پاتې دی او نپوهیږي چې د طالبانو مشر څه پلان لري. هغه وایي، هره ورځ او دومره په بیړه بندیزونه ټول افغانان حیران کړي دي او نپوهیږي چې بالاخره به د افغانستان برخلیک څه کیږي.؟ د کابل یو بل اوسېدونکی انجینر خان محمد هم ورته اندېښنې لري او ټيڼګار کوي چې طالبان باید له خلکو سره تعامل وکړي، ځکه د ده په وینا، «په زوره او له بندیزونو سره حکومتوالۍ ښې پایلې نه لري.» نوموړي زیاته کړه چې طالبان د یو حکومت په توګه لومړی باید په افغانستان کې بېکاري او بې وزلي ته توجه وکړي.
له دې سربېره په ټولنیزو شبکو کې هم ډېرو فعالینو غبرګون ښودلی او ويلي چې طالبان دې لومړی باید د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، بیا رغونې لپاره فکر وکړي. محسن پخپل فسبوک پاڼه کې ليکلي چې د طالبانو حکومت په «واړه» مسایلو بوخت دی او د نوموړي په وینا، دا یوازې د « بې مضمونۍ» له کبله پېښېدلی شي.