پر اکراین د روسیې ځواکمن برید، زیلینسکي له خپلو غربي متحدانو شکایت وکړ

طرز پرس

6 سنبله 1403

OIP (2).jpeg

د اوکراین پلازمېنه کیف د سې شنبې په سهار وختي، د روسیې د توغندیو او جنګي الوتکو د پراخو بریدونو شاهد وه. روسي رسنیو ويلي، مسکو په اوکراین باندې له ۲۰۰ توغندیو او ډرونونو سره بریدونه کړي، چې دا د جګړې له پیل څخه تر اوسه، پر اوکراین تر ټولو زورور برید بلل شوی دی.
طرز پرس: د اوکراین رسنیو ویلي، د دې بریدونو شدت دومره ځواکمن و چې ولادیمیر زیلینسکي سهار شاوخوا ۴ بجې اړ شو چې د اوکراین خلکو ته په خطاب کې وینا وکړي. هغه په دې وینا کې په ضمني ډول اعتراف وکړ چې اوکراین د لویدیځ او اروپایي هیوادونو له ملاتړ پرته، د روسیې په څېر ځواکمن هېواد پر وړاندې مقاومت نشي کولی. زیلینسکي زیاته کړه: «موږ کولی شو نن تر دې ښه خپل ځانونه وساتو، که زموږ اروپایي ګاونډیان زموږ سره ښه کار کړی وای. که دا اتحاد په سیمه کې ښودل کېدای شي، په اروپا کې هم باید وښودل شي. د انسان ژوند باید هر ځای یو شان ارزښت ولري.»
ولادیمیر زیلینسکي په دې وینا کې همداراز ددې پخلی هم وکړ چې د روسیې د نن سهار بریدونو د اوکراین د انرژۍ او زیربناوو برخو ته جدي زیانونه اړولي دي.
له بلې خوا، د اوکراین د هوايي دفاع ادارې اعلان کړی چې ټول هېواد د روسیې د بالسټیک توغنديو د برید له خطر سره مخ دی او عیني شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په کیف ښار کې یې د ځواکمنو چاودنو او بریدونو غږونه اورېدلي دي.