د امریکا متحده ایالاتو راتلونکو ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند نوماند دونالډ ټرمپ په سیمه کې کړکېچونو ته په اشارې سره ویلي، که په ټاکنو کې بریالی شي، نو د درېیمې نړیوالې جګړې مخه به ونیسي.
طرز پرس: دونالد ټرمپ دغه څرګندونې نن دوشنبه د اګست۲۶مه، د امریکا په میشیګان ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا په صورت کې به د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې ته هم د پای ټکی کېږدي. هغه په خپله وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د جوبایډن د ادارې د ناکام وتلو طرحې ته اشاره وکړه او ویې ویل، تر هغه چې دغه کسان له اوسني حکومت څخه لرې نه کړي، ارام به نه شي.
ښاغلي ټرمپ چې په میشیګان ایالت کې د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله، دا ژمنه هم وکړه چې که بریالی شي، پولې به وتړي او هغه تروریستي نفوذي عناصر چې امریکا ته ننوتلي دي، وبه نیسي او په ټکو یې، د امریکا ډموکراسي به خپل پخواني عظمت ته را وګرځوي.
ټرمپ: که بریالی شوم د درېیمې نړیوالې جګړې مخه نیسم
طرز پرس
6 سنبله 1403