پنتاګون اعلان کړی چې د ایران لخوا د اسراییل پر وړاندې د برید ګواښونه لا هم پرځای دي او متحده ایالات به هڅه وکړي چې د دې کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
طرز پرس: د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنتاګون» د دوشنبې په ورځ، د اګست ۲۶مه، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د ایران لخوا پر اسراییل د برید ګواښونه لا هم پرځای دي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تهران د اسراییل پر وړاندې د برید حق لا هم خوندي بولي او احتمالاً دا برید به په ټاکلي وخت ترسره شي.
پنتاګون په داسې حال د ایران لخوا پر اسراییل د برید په اړه اندېښنه ښودلې چې پرون د حزب الله لبنان مشر حسن نصرالله په یوه بیانیه کې د اسراییل پر وړاندې له خپل غچ اخېستونکي بریدونو خبر ورکړ او ویې ویل چې له دې وروسته به ایران او حماس هم پر اسراییل بریدونه وکړي. د دې بیانیې تر خپرېدو وروسته، د القسام نظامي څانګې د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې پر تل اویو ښار یې راکټي برید کړی دی. د همدې محاسبې له مخې، اوس نوبت تهران ته رسېږي؛ خو هغه هم د دغې هېواد د چارواکو په څرګندونو کې په دې نږدې وختونو کې پر اسراییل د برید کومه لیوالتیا نه لېدل کيږي.
پنتاګون: اسراییل پر وړاندې د ایران د برید ګواښونه لا پرځای دي
طرز پرس
5 سنبله 1403