د طالبانو له یو لوړپوړي غړي انس حقاني سره د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان وروستی ګډ بنډار د افغانانو سخت غبرګونونه را پارولي دي. یو شمېر افغانو ښځو له راشدخان څخه په دې اړه سپېناوی غوښتی دی.
طرز پرس: له تېرې ورځې په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کیږي چې راشد خان او یو شمیر نور لوبغاړي د طالبانو له یوه لوړپوړي غړي انس حقاني سره ګډ مجلس کړی دی.
په دغه وېډیو کې ښکاري چې راشد خان د انس حقاني ښی لاس ته ناست دی او بل اړخ ته یې یو سپین ګېری شاعر ورته شعرونه لولي. د شعر محتوا له مینې سره تړلې ده او راشد له انس حقاني سره په ګډه د شعر هره کرښه په غور سره اوري او د تایید لپاره یې خپل سر ورته خوځوي. یاده وېډیو له دې کبله سخت غبرګونونه را پارولي چې تر دغې وېډيو مخکې طالبانو د امر بالمعروف قانون نافذ کړ او په دغه قانون کې د ښځو پر وړاندې یې سخت بندیزونه ولګول.
فاطمې طرز پرس ته په را استول شوي غږیز پیغام کې ويلي چې راشد باید په دې اړه وضاحت ورکړي او ښکاره دې ووايي چې دی د طالبانو له ورستیو بندیزونو خبر نه دی. نوموړې زیاته کړې: « راشد خان باید موږ ته سپېناوی راکړي چې د طالبانو په خواکې ودریږي او یا د طالبانو پر وړاندې له خپلو افغانو محرومو خویندو څخه د ملاتړ په کرښه کې خپل انساني مسوولیت ادا کوي.»
حکیمه، چې د ښځو د حقونو یوه فعاله ده، طرز پرس ته وویل چې له راشد څخه یې هیڅکله دا ډول توقع نه درلوده. هغې زیاته کړه چې د افغانستان د کرکټ ستوری د ټولو قومونو پورې تړاو لري، که ښځې وي او که نارینه. «دا دوستانه لیدنه ښکاره کوي چې راشد خان هېڅکله په دې اړه فکر نه دی کړی چې هغه په داسې یوه هېواد پورې تړاو لري چې ښځې یې د طالبانو تر ښکاره ظلم او ستم لاندې ژوند کوي.»
علي په نوم یو افغان هم همدې موضوع ته تم شوی او خپل اېکسپاڼه کې لیکلي: «طالبانو یو ورځ مخکې د امربالمعروف یانې د ښځو او ټولو افغانانو لپاره د محدودیتونو قانون توشیح کړ، خو راشد خان او د کرکټ ځینو نورو غړو د انس حقاني ترڅنګ خوشحاله او راضي ناست دي او شاعري کوي.»
ځینو نورو کسان بیا په ټوله کې دغه ناسته ستایلې ده. د سیاسي چارو شنونکي امان الله هوتکي لیکلي: «نيمه پېړۍ نړيوالو په يو او بل نوم سره وجنګولو او د بې اتفاقۍ قوي تخم يې را پکې وشېندو خو له نيم قرن وروسته داسې ښکاري چې موږ یو ځل بيا خپل اصل ته د ستنېدو په حال کې یو. د انس حقاني او لوبغاړو دا ګډ انځور د مينې، ورورولۍ او اتحاد يو ښه مثال کيدای شي.»
خالد شاه حقمل بیا لیکلي: « انس حقاني د کریکټ ملي لوبغاړ سره، هو موږ متحد یو، نور د هیڅوک زموږ د جلا کیدو خوبونه نه ګوري. ربه ټول افغانان په یو ټغر راټول او همداسې خندانه لره.»
موږ هڅه وکړه چې د دغو غبرګونونو په اړه د راشد خان نظر وپوښتو خو نوموړي ته منسوبو شمېرو د راپور تر خپرېدو پورې ځواب ورنکړ.