په داسې حال کې چې په دې ورستیو کې طالبانو له یو شمېر بهرنيو شرکتونو سره د کانونو په برخه کې ځينې قراردادونه لاسلیک کړي؛ خو د پخواني جمهوري دولت لومړی مرستیال امرالله صالح ادعا کوي چې دغه قرادادونه ټول له مافيایي شرکتونو سره امضا شوي او له همدې کبله طالبانو د دغو شرکتونو په اړه جزیيات نه دي خپاره کړي.
طرز پرس: د افغانستان د جمهوري دولت د وروستي ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح نن «دوشنبه، د زمري ۲۹مه» خپل ایکس پاڼه کې د طالبانو له لوري د افغانستان د کانونو ایستلو لپاره له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره د قراردادونو په غبرګون کې ولیکل، چې له طالبانو سره د کانونو د قراردادونو لاسلیکول، د خپلو پیسو او نوم ته اسید «یو ډول تېزاب» شیندلو په څېر دي.
هغه په خپله لیکنه کې خبرداری ورکړی: «دولتونه او شرکتونه چې د طالبانو له حکومت سره د حقونو او یا د کانونو د قراردادونو په سر خبرې کوي، باید پوه شي، له هغو ډلو سره د قرارداد لاسلیک کول چې کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري، د خپلو پیسو او نوم ته د اسید "تیزاب" شیندلو په څېر دي.»
ښاغلی صالح زیاتوي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه مافیایي او بې اسنادو شرکتونو ته ورکړي دي. د صالح په وینا، یوازې یو څو مشهور او باوري چینایي او ترکي شرکتونه په افغانستان کې فعالې دي چې د جمهوریت له وخت راهیسې فعالیت کوي. نوموړي زیاته کړې: «له بده مرغه طالبان د افغانستان کانونه مافیایي شرکتونو ته بې له کوم سند څخه پلوري. طالبان په افغانستان کې د کانونو په برخه کې ویاړ کوي، خو هغوی تر اوسه د هغه شرکت سند نه دی وړاندې کړی چې ورسره یې تړون لاسلیک کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د ۲۲ لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړي، چې ټولیزه ارزښت یې ۷.۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي. د طالبانو حکومت ډېری لوی کانونه چینايي شرکتونو ته ورکړي او په تېر نږدې یو کال کې طالبانو یوازې د آمو د نفتو حوزې، زمرد او سرب له خرڅلاو څخه تر سل میلیونه ډالر ډېر عواید ترلاسه کړی دی.
صالح: طالبان د کانونو قرارداد مافيايي شرکتونو ته ور کړي دي
طرز پرس
29 اسد 1403