لوید آستین: موږ د ایران تحرکات په دقت څارو

طرز پرس

27 اسد 1403

1611979_661.jpg

په داسې حال کې چې امریکایي رسنیو یوه ورځ وړاندې د دې هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې ایران پر اسراییل له غچ اخېستونکي برید ډډه کوي او په غزه کې د اوربند ملاتړی دی، خو اوس پنتاګون وایي چې لا هم د ایران تحرکات په دقت څاري، ځکه کېدای شي پر اسراییل احتمالي بریدونه ترسره کړي.

طرزپرس – دغه څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین د جمعې په ورځ د اګست۱۶مه، له خپل اسرائیلي سیال، یوآو ګالانت سره په خبرو کې کړې دي. پنتاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې آستین له خپل اسرائیلي سیال سره د سیمې د سیاسي ګډوډيو، د ایران او د دې هېواد د نیابتي ډلو له خوا په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدلو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې د لوید آستین په حواله لیکل شوي چې متحده ایالات د ایران او د دې هېواد د نیابتي ډلو هر ډول احتمالي تحرکات او دسیسې، چې ښايي پر اسراییل برید وکړي، په دقت څاري. آستین په دې خبرو کې ګالانت ته ډاډ ورکړی چې په سیمه کې د متحده ایالاتو ځواکونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو څخه د مخنیوي لپاره په بشپړ ډول چمتو دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا او اسراییل د دفاع وزیرانو د غزې په تړاو د وروستیو پرمختګونو، د اوربند د ټینګښت او د ټولو یرغمل شویو کسانو، په ځانګړي ډول د ۸ امریکایانو، د خوشې کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.