د امریکا پخواني ولسمشر او د دې هېواد په راتلونکو ټاکنوکې د جمهوري غوښتونکو نوماند، ډونالډ ټرمپ په بېساري توګه د سیمې پر حالاتو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بېړنیز اقدامات شرایط خرابوي او ان کولی شي درېیمې نړیوالې جګړې ته زمینه برابره کړي.
طرز پرس - ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې د زمري په ۲۳مه له ایلان ماسک سره په «ایکس» انلاین پلتفرم کې په خپله تازه مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې هغه خپل د ولسمشرۍ وخت کې له ایران او د دې هېواد له نیابتي ډلو سره په قاطعیت چلند کړی و. ډونالډ ټرمپ همدارنګه ویلي چې په سیمهکې کړکېچ د هېچا په ګټه نه دی او باید تر امکان پورې له هغه څخه ډډه وشي. له ایلان ماسک سره د ډونالډ ټرمپ مرکه په آنلاین پلتفرم «ایکس» کې د تخنیکي ستونزو او نامعلومو اختلالاتو له کبله په ۴۵ دقیقې ځنډ ترسره شوه. د دې مرکې څارونکو دا وضعیت د شرموړ بللی او ډونالډ ټرمپ په دې اړه په غبرګون کې بیا ویلي چې ټویټر له یوې غښتلې سایبري برید سره مخ شوی دی.
ټرمپ: د سیمې حالات مو دریمې نړیوالې جګړې خواته بیایي
طرز پرس
23 اسد 1403