کییر استارمر د بريتانیا لومړی وزیر په سیمه کې د تهران محاسباتي تېروتنې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې جګړه د هیچا په ګټه نه ده.
طرز پرس - د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي استارمر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلفوني خبروکې کړي دي. په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دا اړیکه د کوم لوري په نوښت ترسره شوې وه. د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر د کیر استارمر په حواله لیکلي: "جګړه د هیچا په ګټه نه ده او د سیمې په مسئله کې د غلطې محاسبې له کبله د لوی خطر ګواښ موجود دی او اوس د بیړې کولو وخت هم نه دی."
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر په وینا، استارمر پزشکیان ته ویلي چې په سیمه کې د کړکېچ له رامنځته کولو ډډه وکړي، ځکه د ده په وینا د شخړو زیاتوالی د هیڅ هېواد په ګټه نه دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ برلین، پاریس او لندن هم په یوه ګډه اعلامیه کې له تهران څخه وغوښتل چې په منځني ختیځ کې له کړکېچ څخه ډډه وکړي. په دغه اعلامیه کې ټینګار شوی چې په سیمه کې کړکېچ د هیڅ لوري په ګټه نه دی او ټولې خواوې باید زغم وښيي.
د ایران حکومت بیا تل پر اسرائیل د برید ټینګار کړی او د دې هېواد چارواکو ویلي چې اسرائیل د "زور له ژبې پرته" په بله ژبه نه پوهيږي. په همدې حال کې د امریکا متحده ایالات تازه خبر ورکړی چې ایران غواړي په همدې روانه اوونۍ کې پر اسرائیل برید وکړي. سپینې ماڼۍ له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د تهران د برید پر وړاندې خپله ونډه معلومه کړي.