سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې له اروپایي هېوادونو غوښتی چې د تهران د احتمالي برید پر وړاندې، چې هغه یې "یرغل پر اسراییل" بللی، خپل دريځ او رول روښانه کړي.
طرز پرس - سپینه ماڼۍ خبرداری ورکړی چې په روانه اوونۍ کې تهران او د دې هېواد د نیابتي ډلو لخوا پر اسرائیل احتمالي برید کیږي، خو ویلي سپیڼې ماڼۍ ويلي چې لا تر اوسه د دې برید د کچې په اړه کره راپور او معلومات په لاس کې نشته. په اعلامیه کې راغلي: "اروپایان باید خپل رول د ایران احتمالي یرغل پر وړاندې په ځواب ورکولو کې مشخص کړي."
بل پلو د المان صدراعظم اولاف شولتز، نن دوشنبه د زمري ۲۲مه، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، سره ټلیفوني خبرې کړي او له هغه یې غوښتنه کړې چې پر اسرایيل له برید څخه ډډه وکړي. رویټرز لیکلي، چې اولاف شولتز په دې ټلیفوني خبرو کې له پزشکیان څخه غوښتنه کړې چې سمدلاسه دې په منځني ختیځ کې د کړکېج له جوړولو لاس واخلي، ځکه د ښاغلي شولتز په وینا "شونې ده چې دغه برید په یوه لوی خطر بدل شي او هغه وخت به یې پایلې د سیمې هیوادونو او خلکو لپاره د وړاندوینې وړ نه وي."
امریکا او آلمان په داسې حال کې پر اسراییل د ایران د برید له پایلو خبرداری ورکوي چې د تهران چارواکو هم ویلي، د دې برید له عواقبو خبر دي او ایران هڅه کوي چې د هغې لپاره هم چمتووالی ولري.