د فرانسې ولسمشر او د سعودي ولیعهد په یو ټلفني خبرو کې په سیمه کې د رامنځته کېدونکي احتمالي کړکېچ د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ويلي چې دا د هیڅ لوري په ګټه نه دي.
د طرز پرس په رپوټ، د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون په نوښت د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره دا ټلفني خبرې د دوشنبې په ورځ ناوخته د اګست ۵مه، ترسره شوي دي.
الیزه ماڼۍ لیکلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندیښنه ښودلې او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې له زغمه دې کار واخلي. د الیزې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سعودي ولیعهد په دغه ټیلیفوني اړیکه کې په سیمه کې وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره د احتمالي کړکېچ د رامینځته کېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
په ورته وخت کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ټیلیفوني خبرو په اړه پخپل اکس پاڼه کې ولیکل چې دوی د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړې دي. مکرون زیاته کړې: "موږ له ټولو خواوو غواړو چې مسؤلیت پذیره و اوسي او له زغمه کار واخلي، ترڅو په سیمه کې د جګړې اور بل نه شي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو پر اسرائیل د ایران د احتمالي برید اعلان کړی او ویلي دي چې امریکا په سیمه کې د وضعیت د ښه مدیریت لپاره خپل ځواکونه او جنګیالي ځای پر ځای کړي او د بېلابېلو پوځي سناریوګانو د سمبالولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
سعودي او فرانسې په سیمه کې د کړکېج له پایلو خبرداری ورکړ
طرز پرس
16 اسد 1403