د امریکا د کانګرس یو لوړ پوړی غړی وايي، له افغانستان څخه د امریکا وتل داعش ډلې ته د "بهرنیو عملیاتو" لپاره زمینه برابره کړې او داعش د مکسیکو له لارې امریکا ته داخل شوی دی.
د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مکال د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۹مه، ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو او د افغان حکومت له نسکوریدو وروسته په "زرګونو ترهګر" له زندانه تښتېدلي او دغه تښتېدلي ترهګر اوس له داعش سره همکاري کوي. مکال وویل چې "داعش د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوی دی." مایکل د خپلو خبرو په اړه نور جزئیات او توضیحات ورنکړل، خو د بایډن د ادارې پر سیاستونو یې نیوکې وکړې او دا یې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته یو فرصت وباله چې پر امریکا برید وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د ټاکنو د ګټلو په صورت کې به له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړ کړي. د مکسیکو پوله هغه ځای دی چې پناه غوښتونکي په غیر قانوني توګه متحده ایالاتو ته اوړي.