د طالبانو ویاند او ملاهیبت الله ته نږدې کس ذبیح الله مجاهد وايي چې د طالبانو مشر د غور ولایت له سیمه ییزو او نظامي مسؤلینو سره کتلي او دغو مسوولینو د طالبانو لوړ مقام سره خپلې ستونزې شریکې کړي دي.
ذبیح الله مجاهد پخپل اکس پاڼه کې لیکلي چې ملاهیبت الله د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو ته « له اختلافاتو څخه پر ځان ساتلو او له امیر څخه پر بشپړ اطاعت» لازمې سپارښتنې کړي دي. ښاغلي مجاهد دا نه دي ويلي چې دا غونډه مشخصاً کله ترسره شوې، خو دا خبر یې د یکشنبې په ورځ ناوخته خپور کړی دی. د غونډې په اړه نور جزئیات یا کوم انځور هم نه دی خپور شوی.
د طالبانو مشر ملاهیبت الله په داسې حال کې له «امیر پر بشپړ اطاعت» ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په لیکو کې د ژورو اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د رسنیو لخوا د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته، طالب چارواکو په دې اړه په مستقیم او یاغیر مستقیم ډول اندېښنې څرګندې کړي دي. څو ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې دی او د هغه کسان یوازې د خپل امیر اطاعت کوي او د بل هیچا امر ورته د منلو وړ نه دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د دې ډلې یو تر ټولو ځواکمنه څېره سراج الدین حقاني هم په همدې غونډه کې وویل چې دی د خپل امیر اطاعت کوي.
ویل کیږي چې ملاهبت الله د خپل سخت دريځۍ له کبله نړیوالو ملګرو هېوادونو ته د منلو وړ نه دی او ښايي په همدې دلیل حکومت یې هم لا تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندل شوی.