امریکايي رسنۍ CNN راپور ورکړی چې د روسیې له خوا ورځ تر بلې له زیاتېدونکو ګواښونو وروسته، یو شمیر اروپایي هیوادونو یوځل بیا عسکري خدمات فعال یا همدا لړۍ یې پراخ کړې ده.
د طرز پرس د راپور له مخې، CNN لیکلي چې دا د هغو پوځي پالیسیو یوه برخه ده چې د اروپايي هېوادونو د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره پیل شوې او ښايي نوره هم پراخه شي.
په همدې حال کې د یوریشیا څیړنیز انسټیټیوټ د څیړنې رییس رابرټ هیمیلټن، چې د متحده ایاالتو له پوځيانو سره د ۳۰ کلونو ګډ کار اوږده تجربه لري، سي ان ان ته وویل: "موږ دې درک ته رسیدلي یو چې ښايي مجبور شو جګړې ته د خلکو د بلنې لپاره یوه کړنلاره تنظیم کړو." په اروپا کې د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال ویسلي کراک هم په اوکراین کې جګړې ته په اشارې سره سي ان ان ته ويلي: "په اروپا کې د یوې لویې جګړې خطر زیات شوی دی." کرک وویل چې دا د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) ته یو بېړنی خبرداری دی چې موږ اړتیا لرو خپل دفاعي سیسټم څخه ځان ډاډه کړو او دا د حل یوه لاره ده.
اجباري خدمات، د روسیې پر وړاندې د احتمالي جګړې لپاره د اروپا احتیاطي تدابیر
طرز پرس
31 سرطان 1403