ټرمپ: زیلینسکي ته مې وعده ورکړه چې د اکراین جګړه پای ته رسوم

طرز پرس

31 سرطان 1403

ترامپ-2-780x460.jpg

د متحده ایالاتونو مخکینی ولسمشر او د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یې ژمنه کړې چې که ټاکنې وګټي، د اوکراین جګړه پای ته رسوي.
د طرز پرس په راپور، د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې ټرمپ دا څرګندونې له زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې کړي دي. ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې هم ویلي و، چې سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو په صورت "نړۍ ته به سوله راوړم او هغه جګړه به پای ته ورسوم، چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده."
د اوکرایین ولسمشر زیلینسکي هم دغه تلیفوني اړیکه تایید کړه او له ښاغلي ټرمپ یې وغوښتل چې هغه ته د اوکراین د جګړې د سمدستي پای ته رسولو لپاره د خپل "پلان" په اړه معلومات ورکړي. زیلینسکي دمخه خبرداری ورکړی و چې "هر ډول وړاندیز باید د اوکراین د ملي حاکمیت څخه سرغړونه ونه کړي." زیلینسکي پخپل اکس پاڼه "پخواني ټویټر" کې لیکلي: "موږ له ولسمشر ټرمپ سره موافقه وکړه چې له نږدې به د عادلانه او تلپاتې سولې په لور د ګامونو پورته کولو په اړه بحث وکړو."
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ څرګندونې جدي نیسي، خو د ترامپ د وړاندیز په جزئیاتو نه پوهیږي.
د ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نوموړی تر دې مخکې د جوبایډن په مشرۍ د اوکراین د دفاع په برخه کې د میلیاردونو ډالرو مرستو په اړه نیوکې کړي او ویلي یې دي چې کییف به دا جګړه ونه ګټي.