د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بې ساري بیان کې اعلان وکړ چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د اړینو امکاناتو له راټولولو څخه یوازې "یو یا دوه اونۍ" واټن لري.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، بلینکن دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹مه د امریکا په کولراډو ښار کې په یوه امنیتی ناسته کې وکړې او په سیمه کې د یو ځواک په توګه د ایران وړتیا تایید کړه. هغه زیاته کړه: "د دې پر ځای چې د اټمي وسلو د امکاناتو برابرولو لپاره لږ تر لږه یو کال ته اړتیا وي، ایران اوس شاید یوازې یوه یا دوه اونۍ له دې وړتیا واټڼ لري." بلینکن همداراز وویل چې په وروستیو اونیو او میاشتو کې د اټمي پروګرام په برخه کې نړیوال د ایران د رښتیني پرمختګ شاهدان دي.
په ورته وخت کې د امریکا د متحدو ایالتونو دغه چارواکي روښانه کړه چې ایران تر اوسه «اټومي وسلې» نه دي تولید کړي. دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم په همدې تړاو وویل: "ما د ایران له خوا داسې کوم حرکت نه دی لېدلی چې وښيي په رښتیا هم د اټومي بم د جوړولو پریکړه کړې وي. "
ظاهراً د امریکايي چارواکو دغه څرګندونې د مسعود پزشکیان د هغو خبرو په غبرګون کې مطرح کيږي، چې د ولسمشرۍ له ګټلو وروسته یې اعلان وکړ، چې په خپل ټول ځواک سره هڅه کوي چې "ایران له انزوا څخه وباسي" او له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه بیا راژوندۍ کړي.
بلینکن: ایران کولی شي د "یو یا دوه اونۍ" په لړکې د هستوي وسلې د جوړولو امکانات برابر کړي
طرز پرس
30 سرطان 1403