د افغان خبریالانو مرکز:  طالبانو لخوا د خبریالانو ګواښل او پر رسنیو فشارونه ډېر شوي

طرز پرس

30 سرطان 1403

9cc970c2-cc5b-43a7-9e56-53edcd562243.jpg

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ورستیوکې د طالبانو حکومت له خوا د افغان خبریالانو ګواښل او پر رسنیو فشارونه ډېر شوي دي.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، دغه مرکز په یوه اعلامیه کې د افغان خبريالانو پر وړاندې ورځ تر بلې له زیاتېدونکو ګواښونو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتوکې د خبريالانو د نیولو او ګواښلو شاوخوا ٩٠ پېښې له دوی سره ثبت شوي دي چې يوازینی عامل یې طالبان دي.
د همدې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د نیول شویو خبریالانو له ډلې یو چې د پسرلي پیل کې په غزني کې نیول شوی و، لا هم د طالبانو په بند کې دی. د افغانستان د خبريالانو مرکز همدارنګه وايي، چې کابل کې د طالبانو عدلیې وزارت له خوا د دوو خصوصي ټلویزیونونو د تړلو په ګډون د رسنیو د بندېدو ۷ پېښې يې هم دوی ته رسېدلي دي.
دا مرکز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې. « د رسنیو د کار او محتوا څارنه هم ډېره شوې او د طالبانو د حکومت د استخباراتو اداره او امر بالمعروف وزارت چارواکي د رسنیو په کارونو کې مسقیمه او غیرمستقیمه لاسوهنې کوي.»
د افغانستان د خبريالانو مرکز په دغه اعلامیه کې داهم ويل شوي چې د هېواد په سویل او ختیځ کې یو شمېر خبريالان او رسنۍ د طالبانو له خوا د هغو پروګرامونو د خپرولو له امله ګواښل شوي، چې د ښځو غږ او یا په بګراونډ کې د موسیقۍ غږ اورېدل شوی. طالبانو لا تراوسه د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغه راپور په غبرګون کې څه نه دي ويلي.