د روسیې حکومت اعلان وکړ چې د کییف رژیم د لویدیځ په ملاتړ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وژلو پلان جوړ کړی وو.
دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ «د جولای ۱۸مه» وکړې او ویې ویل: «د اوکراین د پوځي استخباراتو مشر کریل بودانوف له یوې اکرایني رسنۍ سره په مرکه کې د روسیې د ولسمشر د وژلو ناکامه هڅه منلې ده.»
له دې مخکې د روسیې «تاس» خبري آژانس هم د زاخارووا په حواله خبر ورکړی وو: «په دې کې شک نشته چې دا ډول جنایتونه د کییف رژیم د لويديځو ملاتړو په مستقیمه ملګرتیا سره پلان شوی او تمویل شوی وي». د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې په دغه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې ټول لویدیځ د کییف د رژیم په دغه جنایتکارانه پلان کې شريک دي.
لوېديځ په تېره بيا واشنګټن چې د مسکو اصلي سيال ګڼل کېږي، تر اوسه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د وياندې د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
روسیه: د کییف رژیم د لویدیځ په ملاتړ د پوتین د وژلو پلان جوړ کړی
طرز پرس
29 سرطان 1403