سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن پر ډونالډ ټرمپ د ترور له ناکامې هڅې وروسته له هغه سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
که څه هم د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو جوبایډن د دغه برید په غبرګون کې ویلي چې تاوتریخوالی د امریکا په سیاست کې ځای نه لري. په همدې حال کې سی ان ان راپور ورکړی، چې پر ټرمپ بريد کوونکی کس نېول شوی دی. څیړونکو د دغه کس هویت مشخص کړی او ویلي یې دي چې دا شل کلن ځوان د پنسلوانیا اصلي اوسیدونکی دی.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پر ځان دغه ناکام بريد نن هغه مهال وشوه چې نوموړی په پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته وینا کوله. امریکايي رسنیو ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ اوس خوندي ځای ته وړل شوی او په دغه برید کې کوم زیان نه دی لېدلی.
بایډن پر ټرمپ د بريد په غبرګون کې؛ تاوتریخوالی د امریکا په سیاست کې ځای نه لري
طرز پرس
24 سرطان 1403