د روسیې او متحده ایالاتونو دفاع وزیرانو په هغو اندېښنو خبرې کړي دي چې د دوی په وینا د کړکېج او خطراتو احتمال ورسره ډېر لېدل کېدل.
طرز پرس، د روسیې د فاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې دواړو دفاع وزیرانو د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۲مه ټلفوني خبرې وکړې. د اعلامیې پر بنسټ دوی غږېدلي چې څنګه کولی شي په راتلونکوکې د احتمالي کړکېج په اړه اندېښنې را کمې کړي.
که څه هم په دې اعلامیه کې د دې احتمالي خطراتو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو تر دې وړاندې کریملین په ځلونو کیف ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو د ور سپارلو لپاره د امریکا پر دريځ تندې نیوکې کولې او ټينګار یې کاوه چې دا یو لوی کړکېج رامنځته کولی شي. امريکا درې ورځې وړاندې د جولای په لسمه هم اعلان وکړ چې د دفاعي اقدام په توګه غواړي په جرمني کې لرې واټن وېشتونکي وسلې ځای پرځای کړي. احتمالاً دا هغه اقدامات دي چې کرملین ته یې جدي اندېښنې پیدا کړي دي. په همدې حال کې پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت هم د دواړو وزیرانو د ټلفوني خبره تایید کړې خو په دې اړه یې ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.