د متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن په یوه ورځ دوه جالبې لفظي تېروتنې وکړې او خپل مرستیالې کاملا هریس ته یې د ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته یې په غلطۍ د پوتین خطاب وکړ.
د «طرز پرس» د خبر له مخې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جوبايډن څخه دا لفظي غلطۍ د پنجشنبې په ورځ د ناټو په سر مشریزه کې د وینا پر مهال وشوه او حاضرينو ورته په جیګ غږ و خندل. دا په داسې حال کې دي چې په ورستیوکې ډيموکراټانو د جوبايډن د جسمي کمزورتیا له کبله غوښتي چې هغه باید له خپلې کاندېداتورۍ لاس واخلي. خو جوبایډن د ناټو سرمشریزه کې تر دې مخکې یوه ځواکمنه وینا وکړه او هدف یې داوو چې له خپلو پلویانو څخه همدا اندېښنه لري کړي.
د رویټرز د خبر له مخې، که څه هم ډموکراټان غواړي چې د متحده ایالاتونو ولسمشر جوبايډن باید له ټاکنو لاس واخلي؛ خو ښاغلي بایډن تل ټینګار کړی چې خپلې ټاکنیزې سیالۍ ته به دوام ورکوي او داځل بیا غواړي خپل سیال دوڼالډ ترمپ په ټاکنوکې مات کړي.
د جوبايډن لفظي غلطۍ؛ مېرمن هریس ته یې د ټرامپ او زیلینسکي ته یې د پوتین خطاب وکړ
طرز پرس
22 سرطان 1403