د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د انقلابي شاعر ګیله من وزیر د مرګ خبر په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د طرز پرس د راپور پر بنسټ، ګيله من وزیر تېر ماښام د جولای په۱۰مه، د چړې د ګوزارونو له کبله د ژورو ټپونو په پایله کې ساه ورکړه او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې خبر د تاييد خونړی مهر ولګاوه، چې ګيله من وزير نور د دوی په منځ کې نشته. له دې سره هم مهاله چې د نوموړي د مرګ خبرونه خپاره شول، په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې فعالانو او سیاستوالو پراخ غبرګونونه څرګند کړل او دا پېښه یې خواشینونکې او له زغم وتلې وبلله.
د سیاسي او بشري حقونو فعالانو ویلي چې ګیله من وزیر نه یوازې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی، بلکې د عدالت تحقق لپاره یې ډېره مبارزه کړې. ګيله من وزير په همدې موخه د پښتنو پر وړاندې د پاکستان پر توطیه جوړونکو سیاسي تګلارو سختې نيوکې کولې. د ګیله من وزیر په شعرونو کې دا تصویر په ښکاره لیدل کیدی شي چې په پاکستان کې په منظم ډول د پښتنو د حقونو فعالین یو په بل پسې له صحنې لرې کيږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم تل د اسلام اباد پر حکومت نیوکې کړي او په دې وروستیو کې یې هم ویلي، چې ګیله من وزیر د استخباراتو د ادارې له خوا د یوې پلان شوې توطیې په پایله کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې سیاسي فعالان او د بشري حقونو فعالان وايي ګيله من وزير د وطن پالنې، مقاومت او د ظلم پر وړاندې د ودرېدو سمبول دی. د افغانستان مخکينی جمهور رئیس محمد اشرف غني پخپل اکس پاڼه کې لیکلي چې ګیله من وزیر «یو ریښتینی هېوادپال شخصیت دی او د ژوند تر پایه له خپل دریځ په شا نه شو.» د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم په یوه بیان کې د وزیر له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د ګيله من وزير پر مرګ یې ژوره خواشیني ښودلې ده. د محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم په پاکستان کې هدفي او تنظیمي وژنو ته په اشارې سره پخپل اکس پاڼه کې لیکلي: «په پاکستان کې د داسې هدفي وژنو ريښه هېڅکله نه ده موندل شوې او هیڅکله به ونه موندل شي."
محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مهمو غړو څخه دی، په ایکس کې لیکلي: «ګیله من وزیر په خپلو شعرونو کې "له سختو شرایطو څخه تېرېدل" په ښه توګه انځور کړی دی.» افراسیاب خټک، سیاستوال او د پاکستان پخوانی سناتور، هم ګیلمان وزیر د «مقاومت، ازادۍ او مبارزې د سمبول» یاد کړی دی.
ګیله من وزیر د خپل ملي دريځ او حماسي شعرونو له امله په ورستیوکې خورا مشهور شوی وو. نوموړي په خپلو شعرونو کې حساسو مسایلو ته هم اشاره کړې او د پاکستان امنیتي موضوعاتو ته ژور تم کېده. وزیر په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان پر پوځ د نیوکې او د خلکو د تحریک په تور نیول شوی و او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې له اته میاشتې بند وروسته بېرته خوشې شو. ګیله من وزیر له خوشې کېدو وروسته وویل چې په زندان کې سخت وهل شوی او د پاکستان حکومت له بندیانو سره د چلند په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوی نه کوي.
پاکستاني پولیسو تازه ويلي، چې د آزاد خان داوړ په نوم یوکس له خپلو لسو نورو ملګرو سره پر ګیله من وزیر د چړو برید په تور نیول شوي دي. که څه هم آزادخان په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وړمه ورځ ویلي وو چې ګیله من وزیر د پاکستان د استخباراتي ادارې د یوه پلان شوې بريد په پایله کې وژل شوی دی. ښاغلي پښتين وويل، چې په دې اړه پوره اسناد لري او وروسته به يې خپاره کړي.
ويرجن ملت، د ګیله من وزير پر مرګ پراخ غبرګونونه
طرز پرس
21 سرطان 1403