په پاکستان کې د امنیتي کړکېچ په اړه له زیاتېدونکو اندېښنو وروسته، اسلام اباد پرېکړه کړې چې د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته واستوي.
د طرز پرس د راپور له مخې، د پاکستان د لومړي وزير مرستيال اسحاق دار، د چنګاښ په ۱۹مه نېټه، د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنيو چارو د کمېټې په غونډه کې ټينګار کړی، چې د پاکستان د امنيت اصلي ستونزه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ده. نوموړي په مشخصه توګه نه دي ویلي، چې کله غواړي کابل ته سفر وکړي، خو دایې ويلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره امنیتي ستونزو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته سفر کوي.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز په دې غونډه کې د ښاغلي اسحاق دار له قوله لیکلي: "موږ له افغانستان سره ډېرې نږدې اړیکې درلودې او لرو به یې، تاسو خپل ګاونډیان نه شئ بدلولی." نوموړي دغه راز په پاکستان کې د چينايي وګړو د وژل کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د دغه ډول بريدونو د ترسره کولو موخه د اسلام اباد او بيجينګ ترمنځ د واټن رامنځته کول دي. ښاغلي دار زیاته کړې: "له بده مرغه، دا پېښې له افغان طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان لاس لرل او هغه تجهیزات چې په افغانستان کې موجود دي، په ډاګه کوي."
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیوکې د کابل او اسلام اباد اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي. څه موده وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا طالبان د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د وسله والو په ملاتړ تورن کړل. د طالبانو د دفاع وزیر د خپل پاکستاني سیال د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې د پاکستان مشرتابه باید هیچا ته اجازه ورنکړي چې په حساسيت پاروونکو مسایلو خبرې وکړي.
پاکستان تل تور پورې کړی چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو «ټي ټي پي» ملاتړ کوي او د افغان خاورې په کارولو سربېره دغو وسله والو ته پوځي تجهیزات هم ورکوي. دا هغه ادعا ده چې طالبانو تل رد کړې ده.
تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې رامنځ ته شو او په ورته وخت کې یې له څو نورو وسله والو ډلو سره د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې لپاره ایتلاف جوړ کړ. کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دې ډلې لوړ مورال پیدا کړ او له هغه وخت راهیسې د پاکستان امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کیږي.