حماس د خبرو اترو د پیل لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی

طرز پرس

17 سرطان 1403

a9b2fc68-5dc2-4bed-9cdd-b61b527c99ad.jpeg

د حماس یوه جګپوړي چارواکي یوې امریکايي رسنۍ ته تایید کړې، چې دغې ډلې د اسرائیلي برمته شویو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د پیل لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.
د «طرز پرس» د راپور له مخې، د حماس دغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د جولای ۶مه) رویټرز ته کړي او ویلي یې دي چې حماس د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه د خبرو اترو د پیل اجازه ورکړې ده.
 د حماس دغه لوړپوړي چارواکي، چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، رویټرز اژانس ته هم ویلي، چې دغې ډلې له هر ډول موافقې مخکې په غزه کې دایمي اوربند ته ژمنتیا خپله کړې ده.
په ورته وخت کې یوه فلسطیني چارواکي هیله څرګنده کړې چې د حماس انعطاف منونکی دریځ به په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ ۹ میاشتنۍ جګړه پای ته ورسوي. خو د رویټرز په وینا، د بنیامین نتانیاهو ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او په همدې ورځ یې اعلان وکړ چې د ګوندونو ترمنځ اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي. په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې په داسې حال کې ګړندۍ شوي چې د غزې د روغتیايي چارواکو د اعلان پر اساس په غزه کې نهه میاشتنۍ جګړې لږ تر لږه ۳۸ زره فلسطینیان وژلي دي.