رسنیزه پالیسي

زموږ رسنیزه پالیسي د ژورنالیزم د قانون او اخلاقي معیارونو له مخې تعريفيږي. طرز پرس د افغانستان د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه مکلف دی چې په خپلو نشراتو کې پوره دقت وکړي او د ژورنالیزم اصول او معیارونه تعقيب کړي.

نشراتي تګلاره:
موږ خپلو مخاطبینو ته ډاډ ورکوو چې زموږ په نشراتي تګلاره کې انصاف او انډول سرې کرښې دي. طرز پرس ژمنه کوي، چې د ژورنالیزم ټولو معیارونو ته په پام سره خپله نشراتي محتوا تولید او په لنډ وخت کې تر تاسو ورسوي. دقت، عینیت او بې پرېتوب زموږ د نشراتي تګلارې اساسات دي.