ټرمپ د ۲۳ اسلامپالو جهاديانو د له منځه وړلو امر وکړ، دا جهادیان څوک دي؟

طرز پرس

16 حوت 1403

OIP.jpeg

واشنګټن – «طرزپرس» د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز، اعلان وکړ چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دورې له پیل راهیسې تر اوسه د ۲۳ سخت دریځو اسلامي جهادپالو مشرانو د له منځه وړلو امر کړی دی.

والتز د دې افرادو هویت نه دی په ډاګه کړی او همداراز داهم نه دی څرګند چې دا ۲۳ کسان په کومو جهادپالو ډلو پورې تړلي دي؛ خو اټکل کیږي چې دا ۲۳ تنه به د القاعدې او داعش په ګډون، د ایران ملاتړي اسلام پالې ډلې او په افغانستان کې د سخت دريځۍ له کبله احتمال لري چې ځینې طالب مشران هم پکې شامل وي. له دې وړاندې، امریکا معمولا د القاعدې او داعش پر مشرانو هدفمند بریدونه کړي دي.

په وروستیو کلونو کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي او د القاعدې مشر ایمن الظواهري د امریکا له لوري وژل شوي وو. الظواهري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل په زړه کې ووژل شو. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ډونالډ ټرمپ او یو شمېر امریکایي چارواکو طالبانو ته هم مستقیم ګواښونه کړي دي.