سپینې ماڼۍ: ټرمپ د کاناډا له لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

طرز پرس

16 حوت 1403

05.png

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کرولینا لیوت، اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د کاناډا له لومړي وزیر جسټن ټروډو سره ټیلیفوني تماس نیولی دی.

له بلې خوا د کاناډا حکومت هم د ټرمپ او ټروډو د ټیلیفوني خبرو پخلی وکړ او اعلان یې وکړ چې دواړو خواوو د سوداګریزو مسایلو او مالیاتي تعرفو په اړه خبرې کړې دي. رویټرز وویل، چې د ډونالډ ټرمپ او جسټن ټروډو ترمنځ خبرې شاوخوا ۵۰ دقیقې دوام وکړې.

د سپیڼې ماڼۍ وینا، ټرمپ په دې خبرو کې د کاناډا له لومړي وزیر نیوکه وکړه چې د «فنتانیل» د قاچاق پر وړاندې عملي اقدامات نه کوي. ټرمپ ویلي: «کاناډا هیڅ ډول اقدام نه کوي ترڅو امریکا ته د فنتانیل د داخلیدو مخه ونیسي.»

امریکایي چارواکي ادعا کوي چې فنتانیل یا د دې موادو ابتدایی توکي له چین څخه کاناډا ته قاچاق کیږي او بیا امریکا ته په پټه لیږدول کیږي. په همدې دلیل د امریکا حکومت له کاناډا څخه غواړي چې امریکا ته د دې مادې د انتقال مخنیوي لپاره همکاري وکړي.