
رپورټونه ښیي چې د فریدریش مرتس په مشرۍ د CDU/CSU ګوند او د اولاف شولتس په مشرۍ د سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) یا د آلمان د راتلونکې دولت احتمالي ائتلاف ترمنځ، د دې هېواد دفاعي بودیجې په برخه کې د ۵۰۰ میلیارده یورو د زیاتولو پر سر هوکړه شوې.
رویترز د دې هوکړې جزيياتو په اړه ویلي چې دغه هوکړه د ۵۰۰ میلیارده یورو په ارزښت د زیربنایي صندوق جوړولو او د پور اخیستلو د محدودیتونو اصلاح په برخه کې شوې، ترڅو د المان راتلونکی دولت د اقتصادي ستونزې او دفاعي بودجې کمښت پر وړاندې وار له مخه تابیاوې ونیسي.
د متحده ایالاتو له خوا له اوکراین سره د نظامي مرستو له بندېدو وروسته اوس دغه اندېښنه زیاته شوې چې دونالد ټرمپ ممکن له خپل روسي سیال سره یو اړخیزه هوکړه وکړي او دا هوکړه اروپا دې ته اړ کړي چې خپل نظامي بودیجه ډېره کړي.
ظاهراً دغه پریکړه د فریدریش مرتس له خوا د اروپا د دفاعي بحران او د ناټو او اوکراین په اړه د امریکا د سیاستونو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په غبرګون کې شوې ده.